د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ویلي دي افغانستان سره د اعتماد په بنیاد تعلقات غواړي.
جنرل باجوه په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي دفتر یا جي ايچ کيو کښي د پوځي کمانډرانو د یوې غونډې مشري وکړه چې پکې د هیواد دننه او په خارجي کچه د امنیت جاج واخیستل شو.
د غونډې په اړه پوځ په خپل بیان کې وویل د سیمې په امنیت د غور په مهال د افغانستان صورتحال ته په خصوصي توگه کتنه وشوه او په دې لړ کې په سیمه کې د امن او ثبات بحال کولو ته ژمنه څرگنده کړی شوه.
"مونږ په دې لړ کې د اعتماد په بنیاد دوه اړخیره همکارۍ ته سترگې په لاره یو چې په سیمه کې د دوام داره امن ترلاسه کولو مقصد پوره کولی شي،" پوځي بیان وویل.
دپوځ مشر دا بيان په داسي حال راغلی دی چي د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر ويلي دي صدر ډانلډ ټرمپ غواړي چې پاکستان دې وسله والو په اړه د تضاد نه ډکه خپله لاره بدله کړي.
مک ماسټر دې بيان نه پس د پاکستان خارجه دفتر ويلي پاکستان بغیر د څه تفریق د ټولو وسله والو ډلو خلاف اقدامات کړي دي او چا ته دا اجازت نشته چي دپاکستان ځمکه د بل هيواد پر ضد استعمال کړي.
د امريکي او افغانستان لخواه پاکستان ته د شک په نظر کتلو په حقله څيړن کار ليفټينټ جنرل طلعت مسعود وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ تعلقات تر هغه وخت پوري نه شي ښه کيدی تر څو دا تاثر موجود وي چي حقاني شبکه د پاکستان ځمکه استمالوي او د طالبانو شورا هم دلته موجود ده.
تيره ورځ د پاکستان خارجه وزير خواجه آصف ويلي وو چي پاکستان گاونډي هيوادنو خصوصي توگه افغانستان اؤ هند سره د ښه تعلقاتو خواهش لري خو دې هيوادونو ته هم پکار دي د امن د پاره د پاکستان د خواهش مثبت ځواب ورکړي.
په راولپنډۍ کې په پوځي غونډه کې د وسله والو خلاف د "ردالفساد" په نوم د عملیاتو جان هم واخیستل شو. پوځ په خپل بیان کې وویل جنرل باجوه د خیبر ایجنسۍ په راجگال سیمه کې د اپریشن خیبر فور په کامیابۍ سیاینه وکړه او ویل ویل پوځ دغه کامیابي د پیشه ورانه مهارت په بنیاد ترلاسه کړې ده.