د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې غوښتنه شوي چې افغانستان سره دې نورې لارې هم پرانستل شي

بل اړخ ته د وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق درې ورځې وړاندې ويلي وو د کرمې خرلاچي او د جنوبي وزيرستان انګور اډې لارې د تجارت لپاره پرانستل شوې دي خو د باجوړ ناوا پاس او د مومندو د ګورسل لارو په اړه لا هم څه نه دي ويل شوي

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي نثار مومند اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړی چې د افغانستان سره تجارت دپاره دې د ګورسل، ناواپاس او د انګور اډې لارې دې هم پرانیستل شي.
صوبايي اسمبلۍ ته قرارداد په داسې حال کې وړاندې کړی شوی دی چې په جنوبي وزیرستان کې د انګور اډې لاره څو ورځې وړاندې پرانیستل شوې ده.

خو ناواپاس او د ګورسل لارې لا هم بندې پرتې دي چې له کبله ځايي خلک دريځ لري روزګارونه او د پولې پورې خپلوانو سره تګ راتګ ګران شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نثارمومند د وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل دا لارې پرانیستل به په جنګ ځپلې سيمه کې د روزګار او معيشت د ښه والي سبب جوړېږي. "زمونږ منډهۍ، مارکيټونه په مکمله توګه ختم شوي دي، نن د وخت ضرورت دی، حالات هم ښه شوي دي نو که دا لارې پرانستل شي، د خلکو روزګارونه به بيا په ځای شي."

بل اړخ ته د وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق درې ورځې وړاندې ويلي وو د کرمې خرلاچي او د جنوبي وزيرستان انګور اډې لارې د تجارت لپاره پرانستل شوې دي خو د باجوړ ناوا پاس او د مومندو د ګورسل لارو په اړه لا هم څه نه دي ويل شوي.

د باجوړ او مومندو دا تجارتي لارې له تېرو لسو کالو راهسې د تجارت لپاره هغه وخت تړل شوې وې چې په کال ۲۰۱۰،۱۱م کې د وسله والو په ضد عمليات روان وو.

د مومندو يو ځايي اوسېدونکی زاهد خان صافي وايي دا لارې تړلو او په پُوله د ازغن تار لګېدو سره د دوي د روزګارونو ترڅنګ د پولې پورې د خپلوانو سره تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.

تېر کال د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان او د مومند ډېم د پرانستې په مهال وزيراعظم عمران خان د ځايي خلکو لخوا د ګورسل لارې د پرانستلو د غوښتنې په ځواب کې ويلي وو دا لار به ژر پرانستل شي خو د يادې سيمې نه د واکمن ګوند تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند وي او ای ډيوه ته وويل د پولې پورې غاړه د امنيت خرابې وضعې له کبله دا پرېکړه د ځنډ ښکار ده او اړونده چارواکو سره د دې د هواري لپاره خبرې روانې دي.

د نوموړي په وينا چې تر څو د افغانستان له خوا ورته باور نه وري ورکړل شوی دا لارې پرانستل به ممکن نه وي. د ده په وينا چې د ځانګړي استازي صادق خان نه يې هم وخت اخستی او هڅه کوي چې ژر دا لاره د تجارت او تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

د ياد وړ ده چې د ګورسل او ناوا پاس لارې د افغانستان ننګرهار او کونړ سيمو سره لګېدلې دي. کاروباري ټولنه وايي د مومندو ګورسل لاره د نورو لارو.