پاکستان ، افغانستان او ايران به په گډه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کوي

پاکستان ، افغانستان او ايران به په گډه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کوي

په تهران کې دخبرو اترو څخه وروستو په يو گډ بيان کې دپاکستان، افغانستان او ايران صدران دخالي په ورځ ترهه گرۍ ته دماتې ورکولو لپاره په گډو هڅو متفق شوي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ټولو خواؤ دترهه گرۍ او تندلاريتوب دختمولو په اړه دهڅو ژمنه وکړه او بهرنۍ لاس وهنه يې رد کړه ، کومه چې داسلام دروح، دسيمې دپرامنه رواياتو او دخلکو دگټو په ضد ده.
ټولې خواوې دکال 2011م په پايې کې په اسلام اباد کې دراتلونکې غونډې ترسره کيدو څخه وړاندې ددې د تفصيلافي تگلارې ټاکلو لپاره دکورنيو، بهرنيو، امنيتي او اقتصادي وزيرانو په کچه دغونډو په دوامداره ساتلو متفق شوي دي.
ايران او پاکستان په افغانستان کې روان نړيوال جوړجاړي ملاتړ هم کوي.
دخالي په ورځ دشپږ قامي ترهه گرۍ دمخنيوي کانفرنس څخه يوه ورځ وړاندې دپاکستان صدر اصف علي زرداري ، دافغانستان صدر حامد کرزي او دايران صدر محمود احمدي نژاده دجمعې په ورځ خبرې اترې کړې وې.
سرچينې وائي دريواړو مشرانو ترهه گرۍ، تندلاريتوب او دنشه اي موادو دمخنيوي په لارو چارو غور کړى ؤ.
دايران په صدارتي ويب سائټ دجمعې په ورځ دورکړل شوي يو بيان ترمخه دريواړو مشرانو دامنيت، تندلاريتوب او ترهه گرۍ په خطره انديښنې څرگندې کړي او دغو ستونزو ته يې دماتې ورکولو لپاره دهمکارۍ په ضرورت زور راوړى.
ددې ژمنې په کولو سره چې ترهه گر به کاميابيدو ته پرې نۀ ښودل شي دخالي په ورځ دپاکستان صدر اصف علي زرداري دترهه گرۍ دزياتيدونکې خطرې دمخنيوي لپاره دشريکو نړيوالو هڅو غږ کړى دى.
دترهه گرۍ په ضد دنړيوالې جگړې په موضوع نړيوال کانفرنس ته پخپله وينا کې صدر زرداري دترهه گرۍ دبنيادي عواملو په ډاگه کولو په ضرورت ټينگار وکړو.
صدر زرداري چې ددغه دوه ورځني کانفرنس لپاره په تهران کې موجود دى وويل چې د5,000ؤ پوځيانو په شمول د35,000ؤ خلکو دقربانۍ ورکولو ترڅنگ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان ته 67 بلينه ډالر مالي تاوان هم رسيدلى دى.
صدرزرداري دقانون نافذونکو گامونو په لوري گوتنيونه وکړه چې په دې سره دترهه گرۍ دستونزې په هواري کې په عارضي توگه مدد کيدلى شي او وې وئيل چې دستونزې داوږدمهاله هواري راويستلو لپاره دې سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو ته هم پام وگرځولى شي.
صدر زرداري وويل چې ترهه گرۍ ته دماتې ورکولويواځينۍ لاره دا ده چې ټولو ته دې تعليم، روغتيائي اسانۍ او روزگار ورکړل شي.
هغه وويل چې ددې جگړې دگټلو لاره ځانگړې لاره دا ده چې خلکو ته په مستقبل کې اميد ورکړل شي او خبردارى يې ورکړو چې تشدد دځان سره تشدد راوړي.
زرداري وويل چې ټول دې دطاقت دبې دريغه استعمال څخه ځان وساتي او دقانون دواکمنۍ لپاره دې درناوى باوري کړل شي.
پاکستاني صدر دا هم وويل چې دترهه گرۍ په ضد دجگړې بنيادي اصول دې درياستونو دخپلواکۍ او علاقائي سلامتۍ ته درناوي لرل وي.
زرداري وويل چې ترهه گر به غالبه کيدو ته پرې نۀ ږدو.
زرداري ترهه گري يو داسې ذهن وگرځولو چې ترې تشدد او عدم برداشت خوريږي.
همدغه راز افغان صدر حامدکرزي وويل چې دبدقسمتۍ نه په تعليمي او انتظامي ځاندره کې دبرياليتوب باوجود افغانستان امن او سلامتي ترلاسه نۀ کړى شوه او ترهه گري سيوا شوه.