شهریار افریدي: د افغانستان او پاکستان د ملي گټو دپاره باید گډې فیصلې وشي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې افغانستان او پاکستان باید خپل ترمنځ د اعتماد جوړولو په خاطر کار وکړي او د دوو هیوادونو د خلکو د رفاه او هوساینې دپاره دې غلط فهمۍ لیرې کړي.

د رپوټونو له مخې، دا ټکی د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر، شهریار خان افریدي، د نهې په ورځ، په اسلام آباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره په لیدنه کې څرگند کړی دی.

د افغانستان سفیر، ښاغلی زاخیلوال، پخپل ټویټر کې لیکلي چې د ښاغلي شهریار سره یې نننۍ خبرې ډیرې ښې وې. نوموړي پخپل ټویټ کې د پاکستان داخله وزیر، شهریار خان افریدی، یو د انر‏ژۍ او پراخ بصیرت څښتن کس بللی دی.

زاخیلوال زیاته کړې چې: «د نورو شیانو ترڅنگ، موږ پر دې موافقه وکړه چې [د دواړو هیوادونو پر سرحد] ټولو بندرونو کې دې د خلکو د تگ راتگ د سهولت لپاره دې فوري گامونه واخیستل شي.»

هغه دا هیله هم څرگنده کړې چې په آینده کې له شهریار سره نور گټور ملاقاتونه هم ولري.

بل پلو رپوټونه وایي چې د نهې ورځې په لیدنه کتنه کې، د پاکستان داخله وزیر، شهریار خان افریدي، د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري او تاریخي مشترکاتو ته اشاره کړې او دا اراده یې څرگنده کړې چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگیدو دپاره به د پاکستان هڅې جاري وي. شهریار همدا راز ویلي: «موږ ته په کار ده چې د دواړو ولسونو د ملي گټو دپاره، گډې فیصلې وکړو.»

یاده دې وي چې د امریکا او افغانستان حکومتونه، د پاکستان پر پوځ، د افغان طالبانو د ملاتړ الزام لگوي او پر پاکستان یې فشار راوستلی چې افغان حکومت خلاف د تندلارو جنگیالیو له ملاتړه دې لاس واخلي او د هغوی مشرانو ته دې په پاکستان کې ځای نه ورکوي.