افغان طالبان وایي مرکچیان یې په رسمي بلنه، اسلام آباد ته ځي او له عمران خان سره گوري

د افغانستان د طالبانو د ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد نن د چهارشنبې/شورو په ورځ یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې د دوی مذاکراتي ډله به "د پاکستان د حکومت په رسمي غوښتنه" اسلام آباد ته ولاړه شي او هلته به هم د امریکا له مرکچي (مذاکراتي) پلاوي سره بیا وگوري او هم به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کتنه ولري.

طالبانو زیاته کړې چې له عمران خان سره په کتنه کې به د دوی پلاوی، "د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي."

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. که چیرته دا ملاقات وشو، نو دا به د ٢٠٠١ کال راوروسته، لومړی ځل وي چې د پاکستان یو مشر له افغان طالب مشرانو سره "رسمي" لیدنه ولري.

د پاکستان حکومت په دې تورن دی چې د پردې تر شا یې کلونه کلونه د افغان طالبانو ملاتړ کړی او د هغو مشرانو ته یې په پاکستان کې ځای ورکړی دی. د طالبانو یو مشر، ملا منصور، د امریکایي ډرون په حمله کې د پاکستان په خاوره کې ووژل شو او ویل کیږي چې ملا عمر هم د پاکستان په یو روغتون کې سا ورکړه.

اوس مهال، افغان طالبان د قطر په سرښار، دوحه کې یو غیررسمي دفتر لري او د سولې مرکچیان یې په دوحه کې څو ځله د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره پر سولې خبرې کړي دي.

طالبانو پخپل ننني بیان کې ویلي چې په دوحه کې به یې له خلیلزاد سره د خبرو بل پړاو، د فرورۍ پر ٢٥مه پیل شي، خو مخکې تر هغه به د همدې میاشت په ١٨مه، په اسلام آباد کې هم د امریکا له مذاکراتي پلاوي سره د دوی مرکچیان لیده کاته ولري.

د طالبانو د نوي بیان په هکله، د افغانستان او د پاکستان حکومتونو د دې رپوټ تر لیکل کیدو پورې، کوم رسمي غبرگون نه دی ښودلی.