د افغان حکومت او طالبانو خبرې به کامیابې شي؟

قطر کې د طالبانو دفتر

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو انجام ته د درې نیمو لسیزو راهسې ځپل شوي افغانان ډیر لیواله دي او غواړي باید نور افغانستان کې جگړې ختمی شي او ددغه هیواد اولس هم د نړۍ سره په سیالۍ کې شریک شي خو د افغانستان د چارو څیړن کاران وايي د خبرو اترو دغه نیغ په نیغه لړۍ چې په اول ځل د پاکستان د سیلگرۍ سېمې مري نه شورو شوې ده یو داسې اوږد منزل لرې چې د سر په اړه يي څه ویل گرانه خبره ده - د طالبانو غوښتنې، د کابل توقعات، د پاکستان خواهشات او د نړیوالو مفادات هغه ستونزې دې چې به ترې ټول پشا کیږي او به هغه خبرو ته لار ورکوي چې واړه فریقین پرې رضاوي، ټول د خپلو خپلو تمو په ځائې په کمو نه کمو خبرو یوه خله شي نو بیا به ممکنه شې چې ددغه بې منزله لارې څه سر راوځې

د افغان چارو یو کارپوه سمیع یوسفزۍ وايي دا وخت پخپله افغان طالبانو کې د شورائ رهبري او قطر سیاسي دفتر ترمینځ پخپله د طالبانو مابین یو والی نه ښکاري نو بلخوا د افغان حکومت اتحادیانو ترمینځه هم د یو سوچ خپلولو کمی لیدل کیږي نور د سمیع یوسفزۍ خبرې په لاندینې لینک کلک کولو سره اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

سمیع یوسفزۍ

د اسلام آباد نه د افغان چارو کاروپوه او خبریال طاهرخان وایي افغانان که په حکومت کې دي او که مخالفت کې ټول باید د روغې جوړې دا تاریخي موقع د خپله لاسه ور نه کړي ځکه چې داسې ماحول راجوړول ډیره خواري غواړي - طاهر خان زیاتوي واړه افغان ډلې وړې دې او که لوئې دپامه نه دي غورځول پکار- د طاهر خان صیب نورې خبرې په دې لنک اوریدلی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

طاهر خان

د پاکستان د فوج پخوانی برگیډیئر سعد محمد خان دې خبرې سره اتفاق کوي چې د ملا عمر جسماني غیر موجودگي یو داسې پېچیده مسله ده چې ترڅو نه وی حل شوي په طالبانو کې دننه خپل خپل نظر لرونکې ډلې په یو سوچ نشې راټولیدی. نور د برگیډیئر سعد خبرې هم په دې لنک واورۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

برگیډئیر سعد محمد خان