شاعر احمد فراز 1931-2008

احمد فراز د غیر تقسیم شوي هندوستان د پښتنو په سیمه کوهاټ کې زیږدلی وو چې مو پلار پې سید احمد شاه علي ایښودی وو. ښاغلي فراز د پاکستان په اردو ژبه کې شاعري کوله، هغه د خپلې شاعرۍ لپاره د مینې، محبت د موضوعاتو ترڅنگ د قامي او مزاحمتي موضوعاتو انتخاب کړی وو

احمد فراز د غیر تقسیم شوي هندوستان د پښتنو په سیمه کوهاټ کې زیږدلی وو چې مو پلار پې سید احمد شاه علي ایښودی وو. ښاغلي فراز د پاکستان په اردو ژبه کې شاعري کوله، هغه د خپلې شاعرۍ لپاره د مینې، محبت د موضوعاتو ترڅنگ د قامي او مزاحمتي موضوعاتو انتخاب کړی وو.
ښاغلي فراز پخپله شاعرۍ کې هغه وخت د مزاحمت رنگ زیات شامل کړو کله چې یو پوځي امر جنرل ضیاألحق په دغه هیواد کې یو جمهوري حکومت ړنگ کړو، د وخت منتخب وزیراعظم د خپل رعب لاندې عدالت په تیزندې کړو او د ملک واک يي واخستو. د ضیاألحق د اظهار په ازادۍ د قدغن خلاف ښاغلي فراز شعرونه او نظمونه ولیکل. فراز د ٨٠ م په لسیزه کې د قام په حالت پخپلو نظمونو کې داسې ژړلې وو لکه چې یو سیاسي قیدي وي.
هڅې فراز په پوځي جنرنیلانو د نیوکو په سر په پاکستان کې جیلونه هم تیر کړې. فراز شپږ کاله د جلاوطنۍ ژوند هم تیر کړی دی. خو د خپلې جلاوطنۍ په زمانه کې يي د خپل دور غوره شاعري کړې.
د احمد فراز په مشهورو کتابونو کې "شب خون"، "جانه جانه"، "خواب گل پریشان هی"، "تنها تنها" شامل دي.
احمد فراز د پیښور په ایډورډز کالج او یونیورسټۍ کې زدکړې کړې وي او خپله څه موده په دغه ادارو کې استاز هم پاتې شوی وو. احمد فراز د پاکستان جمهوري حکومتونو د هغه د ادبي کار لپاره د هلال امتیاز او ستاره امتیاز تمغې هم ورکړې وي.
د احمد فراز ورور مسعود کوثر د خیبر پښتونخوا صوبې گورنر پاتې شوی دی. ددغه کورنۍ د جمهوریت د پاره قربانو ته په نړۍ کې د عزت په سترگه کتلی کیږي.
احمد فراز د کال ٢٠٠٨ د اگست د میاشت په ٢٥ مه نیټه په حق رسیدو. په ادب کې د لوړ نوم لرونکې احمد فراز نزدې ملگري هغه د یو خودداره او مینه ناک انسان په نوم یادوي.