ميا افتخار: چې کله هم انتخابات رانږدې شي نو د ای اېن پي په ضد هدفي وژنې تندې شي

د عوامي نیشنل گوند سیکتر میا افتخار حسین

د عوامي نیشنل گوند سیکتر میا افتخار حسین ويلي دي کله چې په هیواد کې انتخابات کیږي نو د ای این پي د غړو هدفي وژنې پیل شي.

دا خبرې هغه په پېښور کې د گوند د ځايي صدر سرتاج خان د هدفي وژنې په ضد د احتجاجي مظاهرې په وخت کړي دي.

د پېښور پولیس وايي د سرتاج خان د وژنې پلټنې کوي خو داسې بریښي دا زاتي دښمني وي.

پېښور کې د احتجاجي مظاهرو په وخت د عوامي نېشنل ګوند يو بل غړي او په صوبايي ا سمبلۍ کې د ګوند پارليماني مشر سردار حسېن بابک ويلي د سرتاج خان وژنه د پښتنو په ضد د روان ظلم د لړۍ برخه ده.

سرتاج خان د عوامي نېشنل ګوند هغه کارکونکی و چې هم د ند د بشيربلور او د هغه د ځوي هارون بلور په ضد شوي ځانمرګي بريدونو کې بچ پاتې شوی و.

عوامي نېشنل ګوند دعوه کوي چې په تېرو څوکلونو کې د پارټۍ د ۸۰۰ نه زيات کارکونکي د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

اې اېن پي دا تور هم لګوي چې په تېروانتخاباتو کې هم د تشدد له امله دوی په خپل انتخابي کمپاېن کې په محدوده ساتلو مجبوره کړی شوي وو او چې اوس بيا په قبايلي ضلعو کې ټاکنې رانږدې شوي نو میاافتخارحسین وايي د ګوند پرضد یې د هدفي حملې پېل شوي.

په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د څوکيو لپاره انتخابات د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه کېږي خو د اکثره سياسي پارټيو امېدوارانو اندېښنې ښودلي چې دوی ته د انتخابي کمپاېن يو شان موقع نه ورکوي.
په ورستيو کې د پيپلزګوند شريک مشر بلاول بټوزرداري ويلي وو که پوځیان په قبايلي ضلعو کې د انتخاباتو په وخت د ووټونو په مرکزونو کې پر ځآی کړی شوو نو دا به د انتخاباتو په بې پلوۍ پوښتنې راپورته کړي.

دا اندېښنې د مخالفه سياسي ګوندونو په ټول ګونديز کانفرنس کې هم څرګندې کړی شوې وی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خېبر پښتونخوا د څانګې وياند سهېل خان وي او ډيوه ته ويلي، په قبايلي ضلعو کې د انتخاباتو لپاره يې تيارۍ نيولي دي.

سهيل خان وخت په وخت ډيوه سره مرکو کې ويلي انتخابي مرکزونو کې د پوځ په ځآېې کولو فېصله د امنيت ساتلو په بنياد شوې ده او دا چې که چاته څه مشکل مخې ته ورځي نو د دوي ځايي دفتر سره دې رابطه وکړي.