د سپریم کورټ وکیلانو د جنرل باجوه د ماموریت د غځیدو مخالفت وکړو

جنرل قمر جاوید باجوه

د پاکستان د سپریم کورټ وکیلانو د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ماموریت معیاد غځوولو د وزیراعظم عمران خان د فیصلې مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا د "هرکلي" وړ گام نه دی.

د پاکستان بار کاونسل، چې په هېواد کې د وکیلانو ترټولو معتبر تنظیم گڼل کېږي، د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل "په دې کې هیڅ دوه رای نشته چې د افرادو پرځای مضبوطې ادارې د قابلیت په بنیاد جوړ په ښه حکومت او په پرمختگ کې انتهايي اهم کردار ادا کوي."

بار کاونسل وویل "په اقتدار کې گوند (تحریک انصاف) همېشه دا دعوه کړې ده چې د ښې حکومتدارۍ دپاره د ادارو په مضبوطوولو یقین لري... خو چیف اف ارمي سټاف (د پوځ مشر) ته په ماموریت کې اضافه ورکول نه یوازې د خپلې دعوې خلاف ورزي ده بلکې د قامي مفاداتو خلاف اقدام هم دی."

درې کاله د پوځ د مشر دنده سر ته د رسوولو وروسته، جنرل باجوه د نومبر په میاشت کې رېټایر کېدونکی و خو وزیراعظم عمران خان ورته درې کاله نور وخت ورکړو. حکومت وویل دغه فیصله یې په سیمه کې د موجوده صورتحال په تناظر کې وکړه.

د جنرل باجوه نه وړاندې هم یو شمیر پوځي مشرانو د ماموریت د غځیدلو فیصلې منلي دي.

څېړونکي گڼي چې د پوځي مشر ماموریت غځیدل د ادارې په حېث د پوځ دپاره گټه وره فیصله نه وي او په پوځ کې مورال یا حوصله ټیټوي. کله چې د پوځ مشر په خپله چوکۍ د خپل میعاد نه د زیات وخت پاتې شي نو د نورو جرنیلانو د ترقۍ مخه ونیول شي او په تېرو وختونو کې داسې هم شوي چې د مشر د ماموریت غځیدو وروسته ځینو جرنیلانو د خپلې دندې څخه استعفاگانې هم ورکړې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپل یو بیان کې ویلي چې وزیراعظم عمران خان د پوځ دسرلښکر په توګه د جنرال باجوه د ماموریت دمودې غځولو پرېکړه دکشمیر،افغانستان اؤ سیمې د وضعیت په نظر کې د نیولو له امله کړې ده.

دپاکستان دپوځ دیو پخواني جنرال غلام مصطفی امریکا غږ اردو څانکې ته ویلي چې داسې پرېکړې په عمومي توګه د پوځ د ادارې په حق کې ښې نه وي. دغه پخواني جنرال وایي چې هر درې کاله وروسته د پوځ نوی سرلښکر د نوؤ نظرونو اؤ پروګرامونو سره راځي. هغه د جنرال اشفاق پرویز اؤ جنرال راحیل شریف مثالونه ورکړي اؤ ویلي یې دي چې د دوئ ټولو دکار انداز جلا،جلا ؤ.

د سپریم کورټ د وکیلانو تنظیم پاکستان بار کاونسل په حکومت غږ وکړو چې د جنرل باجوه په اړه خپله فیصله دې بیرته واخلي او د پوځ نوی مشر دې وگماري.