د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې د عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي وژل شوي

په موساخېل کې په بس د حملې وروسته وسله والو یو شمېر موټرو ته اور واچولو

د پاکستان پوځ ویلي په بلوچستان صوبه کې د وسله والو خلاف عملیاتو کې د پوځي عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل د اتوار، يکشنبې، او د ګل، دوشنبې، ترمنځ د شپې په مهال وسله والو د بلوچستان په مختلفو برخو کې حملې وکړې.

پوځ وویل د بلوچستان د موسا خېل ضلعې په راړه شم سیمه کې وسله والو د بس په مسافرو حمله وکړه.

ايي اېس پي په موسا خېلو کې د وژل شویو کسانو شمېره وه نه ښودله خو مقامي چارواکو ویلي په دغه حمله کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

پوځ وویل امنیتي ځواکونو د وسله والو د حملو په جواب کې عملیات شروع کړل چې په کې د پوځي عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي او ۲۱ وسله وال ووژل شوو.

بلخوا، رسنۍ وايي ناقانونه ټاکلې شوې مسلح ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د بلوچستان په لسبېله ضلعه کې د فرنټير کور په کېمپ د حملې ذمه واري منلې ده.

په لسبېله کې په کېمپ بريد کې چاودنې اورېدل شوي دي.

د امنيتي سرچينو له قوله ویل شوي، پينځه حمله کوونکي وژل شوي دي.