په امن او امان د پوځي جرنیلانو غونډه

مطبوعات دا هم واي چي د کور کمانډرانو غونډه کې مرکزي حکومت لخوا تندروه ډلو سره د مذاکرات پيل کولو پلان باندي هم خبري شوي دي

وزير اعظم نواز شريف کراچي ښار کې د امن اؤ امان پرځائې کولو په لړ د کابيني په غونډه کي اهمې فيصلي کړې دي او بل خوا د پوځي مشرانو په غونډه کې هم په ګرد هيواد اؤ په خصوصي توګه کراچي ګي د پوځ لخوا دشر خوښو خلاف قانون نافذکونکي ادارو سره په مرستو غور شوی دی.
د پاکستان پوځ سرلښکر په مشري کې د کور کمانډرانو يوه مهمه غونډه په روالپنډي ښار کې دپوځ هيډکوارټر يا جي ايچ کيو کې شوي ده اؤ په معمول کې د داسي غونډو حال ميډيا ته نه ورکول کيږي خو مطبوعات واي چي وړانډي د مرکزي حکومت لخوا پوځ نه غوښتنه شوي وه چي کراچي کې د شر خوښو خلاف هدفي عملياتو کې قانون نافذ کونکي ادارو ته د معلوماتو تبادله اؤ ددې عملياتو سارنه دې اوکړي او نن پوځي مشرانو هم په دې خبري کړي دي.
مطبوعات دا هم واي چي د کور کمانډرانو غونډه کې مرکزي حکومت لخوا تندروه ډلو سره د مذاکرات پيل کولو پلان باندي هم خبري شوي دي. وړانډي د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد ويلي وؤ چي امن د پاره طالبانو سره په غير رسمي توګه خبري رواني دي اؤ حکومت غواړي چي زر باقاعده مذاکرات پيل شي چي ترهه ګري باندي قابو راوستي شي خو ورستو د پاکستان داخله وزير چوهدري نثار ويلي وؤ چي طالبانو سره رسمي خبري له نه دي پيل شوي اؤ دے دپاره به ټول فريقان به په اعتماد کښې آغستل کښيږي.
پوځ هم د ترهه ګري پرضد جگړي کي يو مهم فريق دی اؤ وړاندي د پاکستان پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ويلي وؤ چي قام دې ترهه ګرو خلاف يو ځاي شي اؤ ترهه ګرو ته به نه تسليمږي.
د ترهه گري پر ضد جنګ اؤ د ترهه ګرو لخوا کارواييو کښې نيزدي پنځوست زره تنان چي يو شمير پکي پوځيان هم دي وژل شوي دي اؤ اوس حکومت لخوا طالبانو سره مذاکراتو حکومتي دريز باندي اکثر له ناقدين ټکونه هم کوي.
مطبوعات دا هم واي چي ترهه ګري پحقله سټراتيجکي باندي هم خبري شوي دي اؤ قبالي سيمو اؤ په خصوصي توګه خيبر ايجنسي حالاتو باندي خبري شوي دي اؤ ددې تر څنګ پاکستان افغانستان شريک پولو باندي اتحادي ځواکونو سره رابطې موثره کولو اؤ هند سره شريک پولو باندي موجوده تاوژن حالاتو باندي هم غور شوي دی.