د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ د مخنيوي چارواکو دعوه کړې په پېښور کې يي د لټون په وخت دوه جاسوسان نيولي چې د ګاونډي افغانستان وګړي دي او ورسره د پاکستان جعلي شناختي کارډونه وو، چارواکي وايي دواړو افغان جاسوسانو د بهرنۍ جاسوسي ادارو د پاره کارکوو-
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو د وزیر ادعاوی رد کړې چې گواکې پاکستاني ځواکونو د افغانستان د ملي امینت د ریاست دوه کارکوونکي نیولي دي. ښاغلي صدیقي د امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونه یواځې د افغانستان دننه فعالیت کوي او افغانستان په خپلو گاونډیو هیوادونو کې سوله او ثبات غواړي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگتي ویلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت دوه کارکوونکي په "تخریبي" کارونو بوخت و او د خلکو په ترور کې لاس لري.
د نيول شوي جاسوسانو نه پوښتنې روانې دي او د ترهګرۍ د مخ نيوي چارواکي وايي جاسوسانو نه يي د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې مهمه معلومات هم ترلاسه کړي دي-
په پېښور کې دغه دوه افغان جاسوسان په داسې حال نيولی شوي چې تيره ورځ په بلوچستان کې د کورنو چارو صوبايي وزير سرفرازبګټي په يو خبري کانفرنس کې د شپږ نورو افغان جاسوسانو د نيولو دعوه کړې وه،
نوموړي د خبري کانفرنس په وخت خبريالانو ته د نيول شوي جاسوسانو په اړه ويډيوي ثبوتونه وړاندې کړل او زياته يي کړه، دغه جاسوسانو د افغان استخباراتي ادارې NDS او د هندوستان د استخباراتي ادارې RAW په مرسته په بلوچستان کې ترهګري کوله
نوموړي بګټي ويلي دغه دواړه اېجسيانې په پاکستان کې د افغان مهاجرينو په کېمپونو کې خپلې منصوبې تړي او په هېواد کې بد امني خوروي،
هغه ګواښ کړې ټول افغان مهاجرين دې د پاکستان نه اويستل شي چې د ده په وينا د ترهګرۍ بنيادي علت دی-
خو څيړونکې په پاکستان نيوکې کوي چې دا ډول تورونه د افغان طالبانو د مشر ملا منصور په خپله خاوره د وژل کېدو غبرګون دی ، او پاکستان چې کله هم د داسې ملامتيا سره مخ شي نو په ګاونډي هيوادونو پړه اچوي
دفاعي څيړونکي وايي په سيمه کې د تل پاتې امن د پاره ټولو هيوادونو له په ګډه د صفا زړه نه د ترهګرۍ په ضد کوټلې همکاري پکارده که داسې نه وي نو په يو بل د تورونو لړۍ به د ترهګرو په ګټه تمامېږي-