دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په اديزۍسيمه کې دامن لښکر دغړو او وسله والو تندلارو ترمينځ دنښتې په مهال په يو کوردراکټ داغل کيدو له امله لږ ترلږه درې کسان مړۀ شوي دي.
دپوليسو له مخې نامعلومو وسله والو دمتنو دپوليسو تاڼې سره نزدې دامن لښکر په غړودشورواو زيارت په مينځ شپه بريد وکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته وشوه.
ددغه نښتې په مهال دوسله والو تندلارو لخوا داغل شوى يو راکټ په يوکور پريوتو چې له امله ددوؤ ښځو په شمول درې کسان ووژل شول.
دامن لښکر په ځوابي کارروايۍ وسله وال په تيښته کې بريالي شوي اؤ دپيښې څخه وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي دي.
همدغه راز سرچينې وائي داورکزو ايجنسۍ په گواواک سيمه کې په لسگونو تندلارو دامنيتي ځواکونو په يوه گزمه بريد کړى چې پکې يو عسکر وژل شوى دى.
سرچينې زياتوي له دې وروستو دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې 6 جنگيالي هم وژل شوي دي.
څو اوونۍ دمخه په بره اورکزو کې دتندلارو لخوا دپاکستاني پوځيانو يو گاډى په ريموټ کنټرول بم الوځول شوى ؤ چې پکې ديو پوځي افسر په شمول 6 عسکر وژل شوي وؤ اؤ ددغه پيښې څخه راپديخوا پاکستاني عسکرو په سيمه کې دتندلارو په ضد عملياتو کې چټکتيا راوستې ده.
په سيمه کې دتندلاروپه ضد په نااعلانه توگه روانو پوځي عملياتو کې تر دې مهاله د600ؤ څخه زيات جنگيالي او خواؤشا 18 عسکر وژل شوي دي.
پوځ څومياشتې دمخه په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو دختمولواعلان کړى ؤ خو په ډاگه کړې يې وه چې هدفي عمليات به وخت په وخت ترسره کولى شي.