باجوړ:ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

باجوړ:ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دجمعې په سحر يو ځانمرگي بريد کې داوؤ عسکرو پشمول لږ ترلږه 20 کسان وژل شوي او د40ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دبريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې.
ددغه بريد هدف دنيمو پوځي ځواکونو ليويز يو کاروان ؤ او په وژل شوؤ کې دادارې کمانډنټ ميجر محمد جاويد اقبال او ډپټي کمانډنټ صوبيدار ميجر فضل ربي هم شامل دي.
دسيمه ييزې انتظامي چارواکو وينا ده دليويز کاروان دباجوړ ايجنسۍ دمرکزي سيمې خار د گڼې گوڼې دبازار څخه تيريدو چې په دغه مهال يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد دچاؤدنې سره والوځول.
ژوبل کسان دعلاج لپاره نزدې روغتون ته وړل شوي چې دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو دخار بازار دڅلورو اړخونو څخه په گيره کې اخستى او په سيمه کې يې گرځ بنديز يا کرفيو نافذ کړې ده.
دعيني شاهدانو وينا ده په کوم ځايې کې چې ځانمرگي بريد ترسره شوى هلته تر ډيره وخته پورې دډزو غږونه هم اوريدل شوي دي.
دسيمه ييزو چارواکو ترمخه ډپټي کمانډنټ فضل ربي ته قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په کاميابو عملياتو اوس اوس دپاکستان حکومت دشجاعت تمغه ورکړې وه.
دپاکستاني طالبانو تحريک ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت منلى دى.
دتحريک وياند احسان الله احسان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه بريد پړه په غاړه واخسته او وې وئيل مونږ نن زيات خوشحاله يو ځکه چې خپل هدف مو ترلاسه کړى.
دباجوړ ايجنسۍ په چمرکند تحصيل کې دزيارت په ورځ دوؤ بيلا بيلو بمي چاؤدنو کې هم دامنيتي عسکرو پشمول پينځه کسان وژل شوي وؤ