د باجوړ ډي سي د رخصتوولو دستورې تصویرانو هغه د مشکل سره مخ کړو

د پېښور یوه لار د لاک ډاون په مهال

د باجوړ ضلعې د ډپټي کمشنر یا ډي سي بدلي شوي وه او د ضلعې نه رخصتېدو. هغه ته په مخه ښه یا خدای په اماني وېلو دپاره د دعوت انتظام شوی و.

دا د ډي سي بدقسمتي وه او که د سوشل ميډیا د استعمالوونکي فعالیت و چې د دغه الوداعي دستورې تصویرونه په ټویټر خپاره شول او هغه یې د مشکل سره مخامخ کړو.

ډي سي به اوس حکومت ته وضاحت ورکوي چې د کرونا وایرس په زمانه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه د بندیز په مهال یې ولې خلک راغونډ کړي وو؟

په ټویټر د باجوړ د دستورې په تصویرانو کې لیدل کیږي چې یو خوا خلک په چمن کې د شنو ګورو ونو (درختانو) دلاندې په کرسو ناست دي او بلخوا بیا د میزونو قطار دی، په میزونو خوراک څښاک پروت دی او په ګڼه شمېره کې د میزونو نه چاپیره خلک د خوراک څښاک نه خوند اخلي.

په دنیا د کرونا وایرس خپور دی. په باجوړ کې هم لکه د خېرپښتونخوا او په مجموعي توګه د پاکستان د نورو برخو په ډول د وایرس کېسونه موندل شوي دي.

د دې مرض د مخنیوي دپاره لاک ډاون پرځای کړی شوی دی، سکولونه، مدرسې، کاروبارونه او ټرانسپورټ تړل شوی دی او د ژوند پایه یا څرخ قریباً ولاړ دی. حکومت غواړي چې خلک دې کور کښېني او د ګنې ګوڼې نه دې ډډه وکړي.

خو د کرونا وایرس مسله دومره سنګینه ښکاري چې د لاک ډاون يا په حرکت د بندیز باوجود د باجوړ د ډي سي غونډې حکومت هم په حرکت کې کړو.

د ډي سي تبادله منسوخ کړی شوه او د صوبې چيف سېکرټري یا مشر انتظامي افسر د هغه نه وضاحت و غوښتو.

د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور خان جهګړا وویل چې د باجوړ ډي سي د صحت محکمې ته بدل شوی و خو تبادله یې منسوخ کړی شوي ده او هغه به چيف سېکرټري ته د الوداعي دستورې په اړه وضاحت هم ورکوي.

د ډي سي د الوداعي دستوري تصویران د باجوړ يو ځوان نظام الدین خان د ټويټر دلارې د ګل، دوشنبې، په ورځ خپاره کړل او د عکسونو سره یې ولیکل چې دغه دستوره په داسې مهال وشوه چې په باجوړ کې هم د کرونا مريضانو کېسونه رپورټ شوي دي او په ضلع کې د قانون ۱۴۴ ماده پرځای دی چې ترمخه یې د خلکو په غونډېدو بنديز دی.

نظام الدين خان په خپل ټویټ کې پوښتنه کوي چې "غریب دوکانداران چې داسې پرتعیش او د (ډي سي) د ګڼې ګوڼې رخصتېدل ویني نو خپل دوکانونه به ولې خلاص نه ساتي؟"

نظام الدین خان وویل حکومت د خلکو نه غوښتنه کوي چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې ګنه ګوڼه نه جوړوي خو چې "بيا د مرستيال کمشنر په چوکۍ باندې داسې کارونه کيږي نو خلک به وایي چې دوی پرې خپله عمل نه کوي نو مونږ يې ولې ومنو؟"

نظام الدين خان د باجوړ د يو سياستدان زوي دی وايي له بده مرغه قبائيلي علاقې د ډېرې مودې راهسې د انګرېز د قانون لاندې پاتې شوي دي او د خلکو ذهنيت اوس هم نه دی بدل شوی او د افسرانو او لوړ رتبه چارواکو خوشالولو د پاره داسې ډول ډوډۍ ګانې او د رخصتوولو دستورې کوي. "بدقسمتۍ نه مونږ اويا کاله په اېف سي ار کې پاتې شوي يوو، کله چې به پولېټېکل اېجنټ و نو هغه سره ډېر خلک وو چې څوک به پکې ملک و، څوک به ټهېکېدار او څوک بل څه، دوي به د پولېټېکل اېجنټ سره د خپل ذاتي تعلق جوړولو کوشش کولو."

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تيمور خان جهګړا نه یوازې د باوجوړ ډي سي په اړه د اخیستل شوي ګام تفصیل وړاندې کړو بلکې هغه دا هم ومنله چې د حکومتي افسر د مخه ښه دپاره شوي دستوره یوه غلطي وه او ممکنه نه چې نورې تېروتنې به هم کيږي خو دوی به نیمګړتیاوې زر تر زره سموي.

تیمور خان جهګړا وویل د باجوړ د پېښې پرته په خېبرپښتونخوا کې د حکومتي افسرانو "بې مثاله کار" او هڅې هم نه دي هېروول پکار.