د بلوچستان مچ سیمه کې ١۴ کسان وژل شوي دي

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالمالک ویلي صوبه کې د تشدد مخنیوي د پاره به د حکومت مخالفینو سره مذاکرات کوي

د بلوچستان مچ سیمه کې وسله والو په سړک لگول شوي یو پاټک باندې ١۴ کسان وژلې دي چې پکې د ایف سې درې غړي هم شامل دي.
پیښه د صوبائي مرکزي ښار کوټې نه ٧٠ کلومیټره لرې په بولان ضلع کې رامنځ ته شوي ده او رپورټونه وايي د وژل شوو زیاترو خلکو تعلق د پنجاب صوبې سره وو.
د بلوچستان چیف سیکریټري اکبر دراني د فرانس ای ایف پي خبري ادارې ته ویلي وسله والو سړک دوه ځایه په پاټکونو بند کړی وو، وړمبی يي د ایف سې غړي ونیول او بیا يي پنجاب ته تلونکې دوه بسونه ودرول، مسافر يي ترې کوز کړل او وې ویشتل.
د ایف سې یو ځائې چارواکې ویلي د حمله کونکو نیولو د پاره سیمه کې کاروائي شورو کړی شوي ده.
بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټېټې کچې یاغیتوب سره مخ دی او حکومتي چارواکې سیمه کې د تشدد او د حکومت خلاف حملو ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي.
بلوڅ قام پرست گودونه مرکزي حکومت نه د صوبې په قدرتي وسائلو زیات اختیار او زیاته صوبائي خپلواکي غواړي. ځېنې بلوڅ ډلې صوبه کې د نورو سیمو او په خصوصي توگه د پنجاب نه راغلې اباد کارانو مخالفت کوي او گڼې ابادکاران د ځائي خلکو نه کاروبارونه او د کار روزگار موقع تروړي.
ددې نه وړاندې هم بلوچستان کې په غیر بلوڅو حملې شوي دي.