نواز شریف وايي بلوچستان وزیراعلا به د نیشنل پارټي نه وي

په دې موقع خپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي نیشنل پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ وویل دوي همیش غوښتل چې پنجاب دې جمهوري رویه خپله کړي او اوس نواز شریف ددغه رويي ښودنه کوي

د پاکستان مسلم لیگ نون مشر او د نوي وزیراعظم په توگه نامزد امیدوار میا نواز شریف ویلي د بلوچستان نوی وزیراعلا به د نیشنل پارټۍ او د صوبې گورنر به د پښتونخوا ملي عوامي نیشنل پارټۍ لخوا ټاکلی کیږي.
نواز شریف ددې فیصلې اعلان اسلام آباد کې یو مشترکه خبري کانفرنس کې ووکړو چې پکې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او د نیشنل پارټۍ جنرل سیکریټري حاصل بزنجو هم موجود وو.
نواز شریف وویل د بلوچستان د اعلا وزیر د چوکۍ د پاره به د پاکستان مسلم لیگ نون او د عوامي نیشنل پارټۍ مشترکه امیدوار د نیشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک وي او د صوبې د گورنر چوکۍ به پښتونخوا ملي عوامي نیشنل ته ورکړی کیږي.
نواز شریف وویل سره ددې چې بلوچستان اسمبلۍ کې د هغه گوند اکثریت ترلاسه کړی دی خو د قربانۍ د جذبې د لاندې يي فیصله کړې ده چې هلته د حکومت جوړولو موقع به نیشنل پارټۍ ته ورکوي.
نواز شریف وویل وخت راغلی دی چې د بلوچستان په زخمونو مرهم کیښودلی شي.
نواز شریف بلوچستان کې د نیشنل پارټۍ او د عوامي نیشنل پارټۍ د کردار ستائنه ووکړه. هغه وویل دواړو گوندونو پاکستان کې د جمهوریت بحالۍ او د قانون او آئین په بالادستۍ باندې کله هم سوده بازي نه ده کړي.
په دې موقع خپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي نیشنل پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ وویل دوي همیش غوښتل چې پنجاب دې جمهوري رویه خپله کړي او اوس نواز شریف ددغه رويي ښودنه کوي.
محمود خان اچکزۍ وویل که څوک د هغوي په لور یو گام اخلي نو د بلوچستان پښتانه او بلوچ به په ځواب کې دوه گامونه اخلي.
هغه وویل د هغه گوند به د جمهوري پاکستان قیام او هیواد کې د بډو رشوتونو د خاتمې د پاره کار کوي. هغه وویل نیشنل پارټۍ ته د بلوچستان د حکومت ورکولو فیصله به یو سنگ میل ثابتیږي.
خبري غونډې ته په خپل نوبت وینا کې د نیشنل پارټۍ جنرل سیکریټري حاصل بزنجو وویل بلوچستان کې په تیرو لسو کالو کې چې څه کیدل، د خلکو بې درکه کیدل او وژل کیدل، به اوس بندولی شي.