د بلوچستان ستونزې او ایتلافي حکومتونه

بلوچستان ایالت کې بلوچ، پښتانه، براهویان او نور ابادکار میشته دي او دغه قامونه بیا په وړو وړو قبیلو کې ویشل سوې ، که وکتل سې نو د بلوڅو او براهویانو طاقتوره سردارانو ځان ته خپل خپل گوندونه جوړ کړې او پاتې بیا د مرکز پاله گوندونو د ایالتې مشرانو په توگه په سیاسي او قبائیلي ځغل کې شامل دي او شا ؤ خوا د هر یو د ملت پالئ او د حقونو خبرې کوي

د پاکستان د نورو ایالتونو په ډول کړکیچ ځپلې بلوچستان ایالت کې هم د ١١ م مئۍ د عمومي ټاکنو ورسته د حکومت جوړه ونې لپاره هلې ځلې روانې دي او تر دې اوسه پورې راپورونه وايي مسلم لیگ نواز ډله، پښتونخوا ملي عوامي گوند او د بلوڅ نیشنل گوند په یوه ایتلافي حکومت جوړه ولو باندې موافقه سوي. د ١٩٧٠ په لسیزه کې بلوچستان د بیل ایالت درجه ترلاسه کولو ورسته تردې اوسه د یوه گوند پر واکمنۍ نه دئی توانیدلئ هلته همیش ایتلافي حکومت کې شامل گوندونه او ازاد غړي د خپلو سیاسي او شخصي گټو په خاطر د ایالت اولسې ستونزو او حقیقي مشکلاتو نه ډیره کمه پام لرنه کړې ده چې اوس نتیجه د سیاسي کړکیچ، بیلتون غوښتونکې سازمانونو ټینگښت، پوځي عملیات، د سیاسي مخالفو بې درکې، او خلکو ته د ژوند بنیادي آسانتیاؤ د نسته والي په شکل کې لیدلی کیږي.
بلوچستان ایالت کې بلوچ، پښتانه، براهویان او نور ابادکار میشته دي او دغه قامونه بیا په وړو وړو قبیلو کې ویشل سوې ، که وکتل سې نو د بلوڅو او براهویانو طاقتوره سردارانو ځان ته خپل خپل گوندونه جوړ کړې او پاتې بیا د مرکز پاله گوندونو د ایالتې مشرانو په توگه په سیاسي او قبائیلي ځغل کې شامل دي او شا ؤ خوا د هر یو د ملت پالئ او د حقونو خبرې کوي.
بلوچستان نزدې له ١٣ کلونو راهسې د یاغیتوب سره مخ دې څیړونکې واي هلته د مسلو حل ایتلافي حکومتونه دی. ددوي په وینا ایتلافي حکومونه داسې حیثیت لرې لکه د دوؤ سټیرنگو موټر او هر سټیرنگ ته بیل ډرائیور ناست وي یو یی په یوه خوا گرزوي او بل يي په بله خوا او بیا په کنده کې پروت وي
د سیمې سیاسي کارپوهان وايي د ایتلافي حکومت برقراره ساتلو او د ځاني غوښتنو له امله په هغه شاته پاتې ایالت کې تر ټولو لویه کابینه جوړول کیږي او مثال يي د پیپلز گوند د نواب اسلم رئیساني پخوانئ ایتلافي حکومت وو چې یواځې یو غړی په حزب اختلاف کې او نور په حکومتي ښوروا ور گډ وو. د نواب رئیساني او تر هغه وړاندې حکومتونو باندې د ادارې فساد تورونه هم لگول سوې خو دوي دا ردوي.
د نواب اسلم رئیساني ایتلافي حکومت
په شورو کې د نوموړي ایتلافي حکومت چې پکې ښي لاسې، چپ لاسي، دین پرسته، قام پرسته او مرکز پرسته شامل وو غټې ادعا گانې کولې چې ثبات او امنیت ددوي ترجیح ده خو ورسته حال دا سو چې وزیراعلا په اسلام آباد کې او وزیران یو پر بل تورونو باندې بوخت وو، د غټې کابینې برسیره مسلې پرځائې پاتې سوې، کشاله نوره وغزیده، نوموړی وړاندې سنجیده او بیا ټوک مار سو او په زړه تنخا يي کار شورو کړو. پنځه کاله تیر سو او اولس یو وارې بیا د انتخابي مرکزونو ومخې ته د خپلې ائنده د بدولو په هیله قطارونو کې ودریدل.
د جام یوسف ایتلافي حکومت
د پوجي واک من جنرل پرویز مشرف تر سایه لاندې پنځه کاله د مسلم لیگ ق په حکومت کې هم ټول شامل ووخو ځېنیو خپل گوندونه بدل کړې وو. د هغه د کابینې په اړه په سیمه کې د شکار پورې اچارو نوم استعمالیدئ چې پکې ام، گاځرې، پیاز، اوږه، کدو او هر څه شامل وو. په دغه حکومت کې بلوڅ مشر نواب اکبر بگټي پوجي عملیاتو کې ووژل سو او د مشرف راپړزیدو ورسته يي ویل شورو کړل چې پوجي حکومت ددوي له رضا پرته عملیات شورو کړې وو....جام یوسف ورسته له خپل سرکاري کور څخه هم نه راوتئ او له وزیرانو سره به يي د سندرو وئیلو مقابله کوله. نوموړې باجه یا هارمونیم ښه ږغوله.
دجان محمد جمالي اتیلافي حکومت
ښاغلی جمالي چې د پوج پخوانی کپتان دی د وزیراعلا په توگه زیات شمیر امنیتي چارواکې او عسکر به ورسره بدرگه وو خو پخپله به يي هم د ځان سره د سرکاري موټر د مخ په سیټ کې کلاشنکوف گرځویئ او ویل يي چې په امنیتي عسکرو هیڅ بهروسه نه لري. هغه د پښتو متل چې دده دا حال وو نو د اولس به څه حال وو.
د اختر مینگل ملت پاله حکومت
نوموړی ادعا کوله چې کله حکومت کې راشې نو د بلوچستان ټوله حقونه به ترلاسه کې او ساده بلوڅانو گمان کوو چې د ایالت په غرونو او رغونو کې به د شاتو او شودو نهرونه روان سې خو د هندوستان د ایټمي ازموینې ورسته پاکستان د ښاغلې مینگل په موجودگي کې د بلوچستان په چاغي سیمه کې خپل جوابې نیوکلیائي ازموینې ووکړې. هغه وخت يي څه نه وویل او د نواز شریف موټريي پخپله چلوئی خو کله چې له منصب څخه لرې سو نو بیا حقونه هم وریاد سو د بلوڅو بد حالي او د پنجاب ظلم يي هم ولیدیئ او د چاغي تور غر چې د ایټم بم له چاؤدنې څخه سپین اوشتی دی، هم په نظر ورغی.
تر نوموړې وړاندې ذوالفقار علي مگسي، تاج محمد جمالي، همایون مري، نواب اکبر بگټي، ظفرالله جمالي، سردار محمدخان باروزی، جام غلام قادر او سردار عطاالله مینگل هم د ایتلافي حکومتونو اعلا وزیران پاتې سوې خو مسلې د حل کېدو په ځائې نورې پیچل سوې.
خدائې خبر چې د مسلم لیگ نون په مشرۍ کې د پښتونخوا میپ، نیشنل گوند او د نورو گوندونو نوئ جوړیدونکی اتیلافي حکومت به څه ډول وي؟ د بلوچستان مسلې به حل کې او که نه؟ راتلونکې پنځه کاله به دې ته گورو بیا به اوږده قطارونه وي، زاړه گوندونه، نوي کاندیدان او نوي هیلې به وي؟