د بلوچستان په ۳۰ ضلعو کې ملخان په ولاړو فصلونو ورغلي

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د قدرتي افاتو په وخت مرستندویه دولتي اداره این ډی ایم ای ویلي، قحطي ملخان دا مهال د بلوچستان له ۳۳ ولسوالیو څخه په ۳۰ؤ ولسوالیو کې شتون لري. د ایالت پشین ، کلاسیف اللہ ،کلا عبد اللہ ،زیارت او مستونګ ضعلې د ملخانو د لوړې کچې حملې سره مخ دي او ددې ملخانو دمخنیوي دپاره عملیات پیل شوي.