د برصغیر د ازادۍ او د پښتنو د حقونو ستر مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي، چې د خان شهید په نوم هم یادیږي، ۴۱م تلین د سه شنبې په ورځ په داسې حال ونمانځلی شو چې د نوموړي "انجمن وطن" گوند نن د پښتونخوا ملي عوامي پارټي په بنړه یو لوې گوند جوړ شوی دی. د بلوچستان گورنري، ایالتي کابینې کې وزیران، په قامي اسمبلۍ او سینیټ کې استازي لري.
وائس اف امریکا ډیوه رېډیو په دې مناسبت د بله ډیوه په خپرونه کې د خان شهید سیاسي، علمي او شخصي ژوند ته کتنه کړې ده.
نامتو لیکوال پروفیسر عبدالغني غنو وايي خان شهید د سیاسی او علمی مبارزې ترڅنگ د یوه مهربانه او ساده پښتون اړخ هم درلود، کله کله به ېې ټوکی هم کولې، لنډۍ به ېې وئلې او ماشومان يي ډیر زیات ګرانه ول.
د عبدالصمد خان سره د خپل وخت یوه قیصه کې ښاغلی غنو وايي یو ځل د هغه سره موټر کې روان وو. خان صیب موټر یوه دشته کې ودرولو او د "پښتونستان زنده باد" نعرې يي پورته کړی. همسفرانو د خان صېب نه تپوس وکړو چې په دې دشته کې، ډبرو، درختو او غرونونو په منځ کې د هغه د پښتونستان زنده باد نعرې څه معنا لري، نو په ځواب کې اڅکزي صیب وویل د قیامت په ورځ به دوي هم گواهي کوي چې د پښتونستان پیغام يي ورته رسولی وو.
د خان شهید زوي او ایالتي سینئر وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزۍ هم په دې خپرونه کې خپل پلار د ژوند او سیاسي هلو ځلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
خان عبدالصمد خان تلین په موضوع د بله ډیوه خپرونه دلته اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5