پاکستان کې په ترهګرو ډلو او مشرانو تش په نامه بندیزونه پوره دي؟

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو د زیارت په ورځ په پاکستان کې مېشت او فعاله ډله جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاؤنډېشن لاقانونه ګرځولي. په یادو ډلو او د دوي په مشر حافظ سعید د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا د وړاندې نه بندیزونه لګول شوي او د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې هم اچول شوي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د دغه حکومتي فیصلې په اړه نن په خپله یوه اداریه کې لیکلي ٫٫ د بندیز تش اعلانونه پوره نه دي.٬٬

اخبار په اداریه کې د سېویلین او پوځي مشرانو لخوا د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن پرضد د ګامونو فیصله ستاېلې او زیاتوي په دې کې هیڅ شک نشته چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه جهادي ډلې یو بل مخ دی. اخبار لیکلي چې په دغه ډلو د بندیز تش اعلانونه پوره نه دي او که د ریاست سره د (جی یو ډي) پرضد د ترهګرۍ په پېښو کې د ککړتیا ثبوتونه وي نو دغه دې وړاندې کړي او د ډلې مشران دې عدالتونو ته وړاندې مخامخ کړي.

د ډان اخبار اداریه زیاتوي د تیرو دوو لسیزو راهسې دا خبره لیدل کیږي چې د پاکستان ریاست په تندروه ډلو بندیزونه ولګوي، خو په ډیر کم وخت کې دغه ډلې بیرته په نوو نومونو خپل فعالیتونه پېل کړي. د بېلګې په توګه په کال ۲۰۰۲م کې د مشرف په حکومت کې یو شمیر جهادي او فرقه اېزې ډلې د بندیز سره مخ شوې. خو دغه فیصلې څه ګټه ځکه وه نه کړه چې دغه ډلو په نوو نومونو د نفرت او تشدد خورولو خپل کار هم هغه شان ژوندی وساتلو.

اداریه وړاندې وايي د هیواد ٫٫اسټبلشمنټ٬٬ هغه هڅه چې د تشدد ډکې دغه جهادي ډلې په عامه ټولنه کې ورګډې (مېنسټریم) کړي او د جهادي لښکرو پرځاې ترې مذهبي سیاسي ګوندونه جوړ کړي هم ناکامه شوه. او په عامو انتخاباتو کې ګډون کونکو یو شمر فرقه اېزو ډلو مشرانو په ښکاره د زهرو شیندلو عادت نه وه نه دریدل.

اخبار لیکلي د وړې کچې جهادیان او فرقه اېزو ډلو کسان په ټولنه کې په اسانه ځاې کیدلی شي خو د دوي مشران چې د تشدد مفکوره او نفرت خوروي، یواځې په قانوني توګه غلي کېدی شي. پکار ده د دغه ډلو مالي سرچېنې، د دوي رابطې او هغه ادارې او کاروبارونه چې دوي ته ګټه رسوي هم په نخښه کړی شي او پرې بندیز ولګول شي. ځکه تش د بندیزونو بیانونه هیڅ ګټه نه لري.

د ډان اخبار اداريې په اخیر کې لیکي چې پخوا دغه جهادي او تندروه ګوندونو ته په پاکستان کې د فعالیتونو کولو اجازه ورکول یوه غلطه فیصله وه، خو اوس وخت راغلی چې حکومت د دغه ډلو په مستقله توګه بندولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.