چنائي: پاکستان په یوه روځني میچ کې هند ته ماتې ورکړه

. منندر سنګه دهوني 113 رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو

د هند او پاکستان تر مینځه د دریو يو ورځنو ميچونو سيريز په اولني میچ کې پاکستان هند ته په شپږو وکټو ماتې ورکړي ده.
په چنائي کې لوبیدلي دغه میچ که څه هم د باران له کبله د خپل وخت نه ناوخته شروع شو او پاکستان د ټاس ګټلو ورستو هند ته د لوبې بلنه ورکړه.
په لوبه کې دهند شروع خه نه وه او د هندي بیټنګ لاین اولنی پینځه لوبغاړي ډیر زر آوټ شول. د پاکستان جنید خان او محمد عرفان په اولني لسو اوورنو کې هندي لوبغاړی د سخت فشار سره مخ کړي وو. د پاکستان لخوا جنید خان ډیر خه باولنګ اوکو او څلور لوبغاړي ېي اوټ کړل.
ورستو د دغې د هندي ټیم کپتان منندر سنګه دهوني او ایس کې راینا خه بیټنګ اوکو راینا 43 رنزونه جوړ کړل او محمد حفیظ په بال اوټ شو. منندر سنګه دهوني 113 رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو. هند وستان په مقرره 50اورونو کې پاکستان ته د ګټې لپاره 228 رنزونو حدف ورکړو.
د دغې په جواب کې د پاکستان ټیم شروع هم خه نه وه او محمد حفیظ په صفر او اظهر علي په نهه رنزونو جوړولو اوټ شول. وروستو ددغې ناصر جمشید او یونس خان خه پارټنر شپ اوکو او د پاکستان حدف ېي 133 ته اورسو. ناصر جمشید د پاکستان لخوا 101 رنزونه جوړ کړل او ناټ آوټ پاتې شو. د پاکستان لخوا یونس خان 58 او شعیب ملک 34 رنزونه جوړ کړل.
د هند او پاکستان ترمینځه به دوهم یوه روځنې میچ په دريمه جنورۍ په کولکته کې او دريم يو ورځنى ميچ به په شپږمه جنورۍ ډيلي کې لوبولى شي.