پاکستان د اېشیا کپ په وړمبي مېچ کې د نيپال کرکټ ټیم ته ماتی ورکړو

پاکستاني لوبغاړي نيپال ته په ماتې ورکولو خوشحالي کوي

پاکستاني لوبغاړي نيپال ته په ماتې ورکولو خوشحالي کوي

د کرکټ د اېشیا کپ په وړمبي مېچ کې پاکستان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ملتان کې نيپال ته په ۲۳۸ رنز ماتی ورکړو.

د پاکستان کپتان او بېټر بابر اعظم ۱۵۱ رنز او افتخاراحمد ۱۰۹ رنز جوړ کړل.

د پاکستان د ۳۴۳ رنزونو په تعقب کې د نیپال ټیم په ۱۰۴ رنز اوټ شو.

د پاکستان شاداب خان څلور وېکټې، شاهین شاه افریدي او حارث روف دوه دوه وکټې واخیستلې.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه په اېشیا کپ کې شپږ ټیمان لوبېږي چې په دوو ګروپونو کې وېشل شوي دي.

د پاکستان، هندوستان او نیپال ټیمونه په ای ګروپ کې او د بنګله دېش، افغانستان او سري لنکا ټیمونه په بي ګروپ کې شامل دي.

د اېشیا کپ د څلورو مېچونو کوربتوب به پاکستان او نهه مېچونه به په سري لنکا کې کېږي.

په پاکستان کې د اېشیا کپ باقې پاتې درې مېچونه به په لاهور کې وي.

هندوستان په پاکستان کې د لوبېدو نه انکار کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري نه هم اخیستل شوي دي