د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍکې تيرماسخوتن دپوليسو ځانگړې څانگې سي ائي ډي ددفترپه ودانۍ ترسره شوې طاقتورې بمي چاؤدنې پلټنې پيل کړل شوي دي او په چاؤدنه کې دتباه شوؤ ودانيو دملبې لرې کولو کار روان دى.
په پيښه کې وژل شوي کسان دجمعې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.
دزيارت په ورځ ماسخوتن مهال دپي ائي ډي سي سيمه کې ترسره شوې دغه چاؤدنه کې دښځواو ماشومانو په شمول لږ ترلږه 18 کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
پوليس وائي دچاؤدنې څخه لمړى بريدکوونکودسي ائي ډي په دفتر کې موجودو محافظانو باندې ډزې وکړې او وروستو يې دبارودو څخه ډک گاډى دودانۍ سره ټکرکړو.
دجمعې په ورځ دپيښې دځايې څخه دليدنې وروستو دسندهـ وزيراعلي قائم علي شاه ميډيا سره په خبرو کې وويل دکراچۍ په تاريخ کې دغه تر ټولو ستر ترهه گريز بريد ؤ.
هغه ددغه چاؤدنې دغندنې کولو په ترڅ کې وويل په پيښه کې ککړ عناصر به نيولىاو ورته به سزا ورکولى شي.
دسندهـ ايالت دکورنيو چارو وزير ذوالفقارمرزاتير ماسخوتن دپيښې په ځايې کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي ؤ دبارودو څخه ډک گاډى دسي ائي ډي يا دجرمونو دپلټنو ددفتر دودانۍ سره ټکر کړل شوى دى.
هغه دا هم وئيلي ؤ چې دچاؤدنې پځايې کې هاغه شان ژوره کنده جوړه شوې لکه څنگه چې په کال 2008م کې داسلام اباد په ميرټ هوټل دځانمرگي بريد څخه وروستو جوړه شوې وه.
په دغه بريد کې تر 50ؤ څخه زيات کسان وژل شويوؤ.
دچارواکووينا ده دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې دسي ائي ډي دودانۍ څخه علاوه نزدې نورو ودانيو ته هم سخت زيان رسيدلى دى او پکې موجود گڼ شمير کسان دملبې دلاندې گيرشول.
دسرچينو وينا ده په دغه پيښه کې ژوبل کسان اوس مهال په بيلا بيلو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي اودهغوي څخه هم دزياترو حالت مرگونى دى چې له دې امله دمړوپه شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دسي ائي ډي په دفتر دغه خونړۍ چاؤدنه وروستو له هغې ترسره شوه کله چې ددغه دفتر چارواکو پرون سحر او اوړمه ورځ دتندروه ډلې لشکرجهنگوي خواؤشا 13 غړي ونيول اودهغوي څخه په دغه دفتر کې پلټنې کيدې.
ددغه چاؤدنې مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستى اؤ دړکه يې کړې ده چې يوه بله چاؤدنه به هم ډيره زر ترسره کړي.
کراچۍ : چاؤدنه دوژل شوؤ کسانو شميره 18ؤ ته رسيدلې ده
Kiểm tra thi hài các cảnh sát viên bị giết tại thành phố Rafah, cách đông bắc Cairo 350 km.