پیښور سره نزدې بمې چاؤدنه، ٣ کسان زخمیان

  • ډیوه رپورټ

پیښور کې په دې ورستیو میاشتو کې یو شمیر بمي بریدونه شوې دي. د رپورټونو تر مخه، په دغه پیښوکې اکثر بې گناه عادي خلک ژوند د لاسه ورکوي. چارواکې وائې پاکستاني طالبان اکثر د دغه بریدونو پړه په غاړه اخلي.

د پاکستان خیبر پوښتونخوا صوبې سرښار پیښور سره نزدې بمې چاؤدنه شوې ده او پکښې درې کسان زخمیان شوې دي.

چارواکې وائې چاؤدنه د ادیزو په سیمه کې د گل په ورځ شوې ده.

پولیس وائې بمې برید د طالبانو مخالف یو مشر کور سره نزدې شوی دی او امکان دی چې هغه په نخښه کې اخستل شوی ؤ.

پاکستاني مطبوعات وائي چاؤدنه هاغه وخت شوې کله چې طالب مخالف مشر نور مالک خپل موټر کې سوریدو. هغه نه دی زخمي شوی خو د هغه یو محاحفظ ټپې شوی دی.

نورمالک د عبدالمالک ځوی دی. عبدالمالک هم ادیزو کې د ځائې امن کمیټۍ مشر ؤ او تیر کال په ځانمرگي برید کې وژل شوی دی. د هغه د مرگ ورستو د هغه ځوې نور مالک د خپل پلار کار په خپلو لاسو کې اخستی او د طالبانو خلاف د ځائې امن لښکر مشري کوي.

پاکستاني مطبوعات وائې د گل په ورځ شوې بمي چاؤدنه کې وژل شوؤ کسانو کې یو د ځائې جومات امام ؤ.