په پاکستان کې سر شمیرنه د سبا نه پیل کیږي

انتخاباتو دپاره حلقه بندي او د ووټونو اندراج هم د ابادۍ په تناسب کیږي چې بنیاد يي سر شمیرنه وي

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د خلکو او د کورونو د شمیرنې کار د شورو، چارشنبې، د ورځې نه شروع کیږي.

په پاکستان کې ددې نه وړاندې سرشمرنه په کال ١٩٩٨ کې شوي وه. د پاکستان د آئین ترمخه حکومت هر لس کاله پس باید په هیواد کې د سر شمیرنې انِتظام وکړي.

سرشمیرنې د لارې په هیواد کې د ابادۍ کچه معلومیږي او د اقتصاد ماهرین وايي هم ددې ابادۍ په بنیاد بیا د قامي وسایلو تقسیم کیږي نو ځکه پکار ده چې په دې کې هرڅوک په مکمله توگه برخه واخلي او د خپلې کورنیو غړي کره شمیره درج کړي.

د مالي او اقتصادي وسیلو د تقسیم سره سره د صوبايي، قامي او ضلعي حکومتونو دپاره حلقه بندي او د نمایندگۍ انتظام هم د ابادۍ په لحاظ کیږي چې بنیاد يي سر شمیرنه وي یعني په کومه حلقه کې چې په سرشمیرنه کې د خلکو د برخه اخستلو شرح ټیټه وي نو ډیر امکان وي چي د ابادۍ اندازه يي صحیح و نه لگي او دا رنگ په حکومت کي نمایندگي هم کمه شي.

په خیبر پښتونخوا کې د سرشمیرنې په وړمبي پړاو کې به په پیښور، چارسده، مردان او نوښار ضلعو کې دا عمل سر ته رسولی شي. وړمبی پړاو به د اپریل د میاشت په ١٥ مه نیټه سرته ورسولی شي.

دویم پړاو به د اپریل د میاشت په ١٥ مه نیټه پیل کیږي او د مۍ د میاشت په ٢٥ مه نیټه به ختم شي. په دغه پړاو کې به په ملاکنډ، کوهاټ، ډیره اسماعیل خان او هزاره ډویژن کې سرشمیرنه کیږي.

د سرشمیرنې ددې عمل په اړه نور تفصیل د واي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په رپورټ کې اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې سر شمیرنه