اېف آی اې: په پنجاب کې د ماشومانو د لوڅو فلمونو جوړولو پېښې زياتې کېږي

handcuffs

پیر ولایت شاه

د پاکستان د استخباراتي ادارې (اېف آی اې) چارواکي وايي، په دغه هېواد کې له ماشومانو سره د جنسي تیري او ځورولو زیاتې پېښې په پنجاب صوبه کې کیږي.

نړیوالې رسنۍ د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې (ایف ايي اې) د یوه مشر عمران حیدر له خولې وایي، چې د دوی یوې ځانګړې ډلې په دې اړه عملیات پیل کړي دي او تر اوسه د ماشومانو د بربنډو فلمونو جوړولو په تور ۱۲ مقدمې درج شوې دي، چې پکې د لاس لرونکو او اکثر تورنو کسانو تړاو د پنجاب ایالت له منځنیو برخو سره دی.

عمران حیدر دا خبرې په داسې مهال کړي دي چې په هېواد کې له ماشومانو سره د جنسي تیري یو شمېر پېښې رامنځ ته شوي او په رسنیو کې پرې تاوده بحثونه روان دي چې مخنیوي یې څه ډول کېدای شي.

د کوچنیانو د جنسي ځورونې او وژنې په جرمونو کې لاس لرونکو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو لپاره په پارلیماني کچه هڅې هم دوام لري.

د اقلیتونو او ښځو د ځورولو لپاره بدنام پنجاب ایالت کې د کم عمره ماشومانو د بربنډو فلمونو جوړولو موضوع یو ځل بیا را برسېره شوې ده.

عمران حیدر ویلي، چې له دغو فلمونو اغېزمنې شوې کورنۍ د ورسره شوي زور زیاتي په اړه د شکایاتو له درج کولو ډډه کوي او تر اوسه چې حکومت کومې کاروایۍ کړې دي، د هغوی بنیاد له نړیوالو ادارو تر لاسه شوي معلومات وو.

له کېنېډا نه د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس تېره ورځ د پنجاب ایالت له (جنګ) سیمې نه د ماشومانو د بربنډو فلمونو جوړولو په تور یو تن نیول شوی دی، چې پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

دغه تن په داسې مهال نیول شوی، چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه د ماشومانو د ځورولو او پر دوی د جنسي تېریو د پېښو په ضد په ټول هېواد کې په ولسي کچه سخت غبرګون مخې ته راغلی، چې له کبله یې دا موضوع په مرکزي پارلمان کې هم څېړل شوې او د هېواد ستر عدالت یې د پلټنو لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي.

د پاکستان په سېنېټ کې د کورنیو چارو دایمي کمېټۍ په دغه ډول جرمونو کې د لاس لرونکو کسانو لپاره په جوړ شوي قانون کې د بدلون غوښتنه کړې او قرارداد یې منظور کړی دی، چې مجرمینو ته دي په ښکاره پانسۍ ورکړل شي.

له جماعت اسلامي ګوند سره تړاو لرونکی د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټۍ غړی صاحبزاده یعقوب وایي، پر کم عمره ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو د مخنیوي لپاره یې د یوه سخت قانون په جوړولو لاس پورې کړی دی.

صاحبزاده یعقوب وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې تېره اوونۍ دوې درې ناستې کړې دي او د فبرورۍ په ۶مه به کمېټۍ بیا غونډه کوي او داسې قانوني مسوده به جوړوي، چې په اساس یې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو او د دوی د بربنډو فلمونو جوړوونکو ته په لږ وخت کې سزاګانې باوري شي.

ټاکل شوې چې د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې تر جنسي تېري وروسته د وژل شوې څلورکلنې عاصمې د قتل مقدمې اورېدنه به د جنورۍ په ۳۰مه په ستر عدالت کې کېږي او د ایالت د پولیسو مشر او اړوندو حکومتي چارواکو ته یې هم امر کړی، چې عدالت ته وړاندې شي.

د ماشومانو د حقونو لپاره د یوې کارکوونکې ادارې د رسمي شمېر له مخې له ۲۰۱۱م کاله تر ۲۰۱۷م کاله پورې په تېرو شپږو کلونو کې په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۲۲۲ پېښې رپوټ شوې دي.