چین د پاکستان سمندري پوځ دپاره جوړېدونکو څلورو جدیدو جنګي بیړیو کې لومړۍ کشتۍ تیاره کړه. دا په داسې حال کې چې د دواړو ملکونو ترمنځ د اقتصاد او دفاع په مدونو کې تعلقات مخ په زیاتېدو دي.
د پاکستان سمندري پوځ د اتوار، يکشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل د 054A/P ډول فرېګېټ ډول کشتۍ د تیارېدو په لړ کې د شنهګايي ښار په بندر دستوره وشوه چې پکې لوړ رتبه مامورینو شرکت وکړو.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان دپاره د سمندري جنګي بېړۍ د تیاریدو پرمختګ په داسې حال کې هم شوی چې په ورستیو ورځو کې د پاکستان او چین د هندوستان سره سرحدي شخړه زیاته شوي.
د پاکستان سمندري پوځ د جنګي بیړۍ په اړه وویل په دې کې د ځمکې نه په ځمکه او د ځمکې نه په هوا کې د دفاع صلاحیت موجود دی. په بیان کې وویل شول چې د دې جنګۍ بیړو په زریعه به پاکستان د خپلې ذمه وارۍ د لاندې سیمهکې امن امان پرځای ساتلو کې مرسته وکړي.
د پاکستان د سمندري پوځ په بیان کې د جنګي بیړو په جوړولو د لګښت ذکر نه دی شوی رپورټونه د یوې بیړۍ قیمت ۳۵۰ مېلین ډالر ښايي.
د پاکستان سمندري پوځ وویل دغه بېړۍ به د پوځ په بیړه کې تر ټولو جدیدۍ کشتۍ وي.
توقع څرګندیږي چې چینايي کمپني به د ۲۰۲۱ پورې ټولې کشتۍ پاکستان ته ورکړي او چینايي مطبوعات وايي د بېړۍ به د پاکستان جنګي صلاحیت دوچنده زیات کړي.
چین او پاکسان جې اېف ۱۷ نومې جنګي الوتکې او نور پوځي ساز او سامان هم په شریکه جوړوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ کچه څرګندوي .
د اقتصاد په مد کې هم دواړو ملکونو په پاکستان کې یو شمېر منصوبې شروع کړي دي خو ځینې څیړونکي او امریکې د دغو منصوبو په شفافیت تشویش څرګند کړی دی. امریکايي مامورین وايي دغه منصوبي به پاکستان کې د قرضونو پېټې زیات کړي او اقتصادي ګټې به یې چین ترلاسه کړي.
چین او پاکستان د امریکې دغه تشویش ردوي.