پاکستان له چین څخه د خپلو صادراتو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده

A Buddhist monk climbs atop a giant statue of Buddha to wash and decorate on the eve of Buddha Purnima, a holiday traditionally celebrated for Buddha's birthday also known as Vesak celebrations, in Bhopal, India.

پاکستان له چین څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې دې پاکستاني تولیداتو ته لاره ورکړي او د پاکستان د صادراتو (برامداتو) د زیاتوالي په برخه کې دې مرسته وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې د پلانگ کميشن مرستيال مشر سرتاج عزيز دا خبره د چين سفير ته کړې ده.

سرتاج عزيز د چين سفير ته ويلي دي، چې خپل اقتصادي کارپوهان دې پاکستان ته ولیږي تر څو د دوي د صادراتو (برآمداتو) قانون وڅېړي او چین ته د پاکستان د صادراتو د کچې په لوړوالي کې مرسته وکړي.

د راپورنو له مخې په دې وخت کې پاکستان د چين نه زيات واردات (درآمدات) لري چې له امله یې پاکستاني تولیدات (مصنوعات) هم متاثره شوي دي.

پاکستان د چين نه کپړا، ميوه، د لوبو سامان، کیماوي (مصنوعي) سره او يو شمير نور توکي راغواړي او په دې وخت کې د پاکستان او چين تر منځ د سوداګرۍ یا تجارت حجم له نيږدې څوارلس اربو ډالرو څخه زيات دي.

چين په پاکستان کې له دولس اربو ډالرو څخه زيات سامان خرڅوي او په بدل کښي د پاکستان نه يو نيم سل اربه ډالرو په ارزښت سامان آخلي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر عابد سلهري په دي هلکه وايي، پاکستان له چين سره په سي پيک پروژې ډير خوشحاله دی خو بايد چي په دي هم ځان پوهه کړي چي د دې پروژې له ټول رقم نه زيات چين هر کال د هند سره تجارت کوي او د چين او هند تر منځ د تجارت حجم دوه اويا بيلینه ډالره دې.

ډاکټر عابد سلهري وايي، پاکستان او چين تر منځ تجارت کښي زياتې گټي چين پورته کوي او که چېرې پاکستان غواړي په چين باندې خپل توکي یا شيان خرڅ کړي نو بيا به ملکي پيداوار کښي د چين خوښو تر مخه بدلون راولي ځکه چي پاکستان کښي د وریځو کوم ډول پيدا کيږي هغه په چين کښي نه استماليږي.

عابد سلهري وايي، پاکستان کولای شي چي د چين مغربي سيمې ته چېرې چې زیات مسلمانان اوسېږي حلال خواړه ولیږي.