وال سټريټ جرنل : امريکا پاکستان کې دعملياتو لمنه پراخول غواړي

  • ډیوه رپورټ

امریکائې ورځپاڼه وال سټریټ جرنل وائې د امریکې د استخباراتو اداره سې ائې ای دپاکستان په قیاښیلې سېمو خپل عملبات پراخه ول غواړي

دامريکا يوې ورځپاڼې وال سټريټ جرنل ادعا کړې ده چې امريکا هڅه کوي دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندلارو خوندي ځالو ختمولو لپاره داستخباراتي شبکې سي ائي اى دخفيه يا پټو عملياتو لمنه نوره هم پراخه کړي.

ورځپاڼې پخپل راپور کې دلوړپوړو امريکائي چارواکو له خلې وئيلي دي دصدر براک اوباما انتظاميې اوس اوس دپاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې بايد په هيواد کې په تندلارو دفشار سيوا کولو لپاره دسي ائي اى نورو افسرانو او دپوځ دځانگړو عملياتو تربيه ورکوونکو ته هيواد دته دننوتلو اجازه ورکړي.

راپور کې وئيل شوي دي اسلام اباد تر دې مهاله دغه خواست رد کړى دى او په زيات شمير ځمکني امريکائي پوځي موجوديت ته په هيواد کې غاړه نۀ ږدي.

دجمعې په ورځ امريکا پاکستان سره په گډه دترهه گرۍ په ضد جگړې کې دمرستو سيوا کولو په غرض پاکستان ته ددوؤ بلينو ډالرو دپوځي مرستو وړانديز کړى خو په ډاگه کړې يې ده چې دبشري حقونو څخه سرغړونه به نۀ زغمل کيږي.

دامريکې دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دجمعې په ورځ وئيلي ؤ امريکائي انتظاميه به کانگريس څخه دکال 2012څخه کال 2016م پورې پاکستان ته ددوؤ بلينو ډالرو دپوځي مرستو ورکولو منظورولو غوښتنه کوي.

دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط ديو شخصي تيليويژن سره په خبرو کې وويل دامريکائي امداد جزئيات او شرائط به ددوه اړخيزه مشورو له لارې ټاکل کيږي.

هغه وويل دپاکستان او امريکا ترمينځه ستراتيژيکي خبرې يو مهم پرمختگ دى او ددې سره ددواړو هيوادونو په اړيکو کې مهم بدلون رامينځته شوى دى.

دعبدالباسط له مخې دوه اړخيزه اړيکې به اوس دترهه گرۍ مخنيوي پورې دمحدود پاتې کيدو پځايې په پراخه بنيادونو وي او ددې گټه به نيغ په نيغه اولس ته رسيږي.

ورځپاڼې پخپل راپور کې وئيلي دي امريکائي چارواکو په پاکستاني مشرانو واضحه کړې ده چې کۀ چرې هغوي په پاکستان کې دالقاعده او طالبانو دمحفوظو ځالو په ضد کارروائي ونۀ کړي نو دامريکائي مرستو دلويې برخې څخه محروميدلى شي.

ورځپاڼه وائي پاکستان دتندلارو دځالو په ضد گامونو اخستو څخه ډډه کوي او اوباما انتظاميه دپاکستان په دغه عمل سختې نيوکې کړي دي.

دنهې په ورځ دامريکائي صدر براک اوباما پاکستاني مشرانو سره دليدنې وروستو دسپينې ماڼۍ څخه جاري شوي بيان کې دتندلارو دمحفوظو ځالو دختمولو په ضررورت ټينگار شوى ؤ.

يو امريکائي لوړپوړي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي امريکا غواړي پاکستان دالقاعده سره تعلق لرونکو ترهه گرو ډلو په ضد نور گامونه هم واخلي.