په پاکستان کې ۴٠ فیصد خلک د خیچنو اوبو لامله ژوند دلاسه ورکوي، ملگري ملتونه وايي

د پېښور ميډيکل کالج پروفيسر ډاکټړ امان الله صافي وي او ای ډيوه ته وويل خلقو ته پکار دي چې د څښلو دپاره دې اوبه یشوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښگړې ادارې يونيسيف د يو رپورټ ترمخه په پاکستان کې ۴۰ فيصده خلق د خیچنو ابو د لاسه ژوند ورکوي. اداره په بل رپورټ کې وايي د پاکستان په هسپتالونو کې د ۲۰ نه تر ۴۰ فيصد پورې په بسترو هغه ناروغان پراته دي چې د خیچنواوبو لامله په رنځونو اخته شوي.

په ټولنیزه کچه د خیچنو اوبو د پوهې خپرولو په غرض د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې اسټنت پروفيسر ډاکټر سعيده وي او یا ډيوه ته وويل د ځمکې د پاسه او د ځمکې د لاندې دواړه قسمه اوبه په زياترو سيمو کې ځکه خیچنې دي چې په سيندونو او نهرونو کې خځله غورځول کیږي او د اوبو د رسد پایپونه زنگ لري.

د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ ترمخه په يو ليټر اوبو کې د ارسنک کیمیاوي مادې مقدار ۱۰ مائکرو ګرام پکار دې خو څېړنې ښايي پاکستان د ځېنو علاقو په يو ليټر اوبو کې د ارسنک مقدار ۳۰۰۰ مائکرو ګرامه پورې موندل شوی دی.

ماهران وايي په اوبو کې د ارسنک کیمیاوي مادې زيات مقدار لامله خلق د کېنسر په مرض اخته کېدی شي.

ماهران وايي ارسنک د صوبه پنجاب او سند په اوبو کې په زيات مقدار کې موجود دی خو د خېبر پښتونخوا د اوبو چې کومې معاينې شوېدي په هغې کې هم د ارسنک زيات مقدار موندل شوی دی. په خېبر پښتونخوا د صوبې په کچه د اوبو د صفا کولو لا مناسب بندوبست نه دې شوی او په پېښور کې د اوبو د صفا کولو کارخانې خرابې پرتې دي.

د پېښور ميډيکل کالج پروفيسر ډاکټړ امان الله صافي وي او ای ډيوه ته وويل چې پاکستان کې هېڅ ځای کې هم خلک ۲۴ ګنټې صفا اوبو ته رسايي نه لري او دا چې د ککړو اوبو څښلو لامله په ټولنه کې د خيټي ناروغۍ او د تور زیړي، ټائفائډ، پوليو په رنگ نور خطرناک مرضونه خپرېږي.

ډاکټر صافي زیاته کړې چې عام اولس ته پکار دي چې د اوبو د استعمال په وخت د احتياط نه کار اخلي او دا چې د حکومتي ادارو زمه داري ده چې خلقو دپاره صفا اوبو ته د رسايي ښه نه ښه انتظام وکړي. هغه وویل خلقو ته پکار دي چې د څښلو دپاره دې اوبه یشوي.

د خېبر پښتونخوا د بلدياتو د محکمې سيکرټري ظاهر شاه وړاندې وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې صوبايي حکومت د څښلو صفا اوبو د انتظام د پاره په بجټ کې سکيمونه شامل کړې دي او داچې په پېښور کې د اوبو زنګ شویو پايپونو په بدلولو کار پيل کړې شوی دی.

پاکستان لکه د نړۍ د نورو هېوادونو دا ژمنه کړې ده چې خپلو شهریانو ته به د پاکو اوبو رسد یقیني کوي خو راپورنه وايي پاکستان په دغه اړوند ځېني ګانومونه پورته کړي خو په پوره ډول د دغه هدف په ترلاسه کولو کې تر اوسه پاتې راغلی دی.