د پاکستان سپريم کورټ د امريکايي جرنلېسټ ‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د القاعده د عمر شيخ او درې نورو غړو د نه خوشي کولو خواست رد کړی

د پاکستان سپريم کورټ د امريکايي جرنلېسټ ‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د القاعده د څلورو غړو د نه خوشي کولو خواست رد کړی او د ‌‌‌‌‌‌ډسمبر په وړومبۍ اوونۍ کې يې د مقدمې اورېدولو نېټه مقرر کړې ده.

د سند حکومت او د وژلي شوي امريکايي صحافي دينيل پرل مور پلار د سند هاي کورټ د فيصلې خلاف سپريم کورټ ته اپيل کړی چې عمر سعيد شيخ، فهد نسيم، سلمان ثاقب او عادل شيخ سزاګانې دې په ځای وساتل شي او د سند هاي کورټ فيصله دې معطله شي.

د سند هاي کورټ روان کال په اپريل کې د يادو کسانو سزاګانې معاف کړي لا اړولي چې پکې عمر شيخ ته د مرګ او نورو درېو ته د عمر قيد سزاګانې اورولې شوې وې.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد عدالت د جون په مياشت کال 2002 کې د وال سټريټ جرنل د رپورټر ‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل په تښتولو او سر پرېکولو يادې سزاګانې ورکړي.

‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل په اپريل 2002 کې د کراچۍ نه بې درکه کړل شو چې بيا يې سر پرېکړی مړی تر لاسه شوی و. د پلټنو تر مخه عمر شيخ پاکستاني نژاد برطانوي سېټېزن دی چې نزدې 18 کاله يې په جيل کې وشول د القاعده سره زړې اړيکي لري.

د سزا شوو ترهګرو وکيل سپريم کورټ ته خواست وکړو چې موکلين دې يې د جيل نه خوشي کړی شي ځکه چې د سند هاي کورټ د فيصلې تر مخه ياد مجرمان د فيصلې باوجود په غير قانونه توګه په جيل کې ساتل کيږي.

د سند حکومت وکيل سپريم کورټ ته وويل عدالت دې د سند هاي کورټ فيصله معطله کړي ګني نو حکومت ته به ستونزې ورپېښې کړي.

بل خوا د سند هاي کورټ د سند حکومت نه د 26 نومبر پورې سپيناوی غوښلی چې ولې ياد کسان د عدالت د فيصلې سره سم خوشي کړل شوي نه دي او لا په بند کې پراته دي؟

د مي‌‌‌‌‌‌ډيا رپورټونو او پلټنو تر مخه ‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل د پاکستان دننه د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو او د ملک د پوځ او استخباراتي ادارو تر منځ په اړيکو تحقيقاتي رپورټ جوړولو چې غيب ګړل شو.

‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل او د هغه کورنۍ ته انصاف ورکولو په اړه د جرنلېسټانو نړيوال تنظيم ار ايس ايف پاکستان څانګې مشر اقبال خټک ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “د پاکستان حکومت ذمه واري ده چې د ‌‌‌‌‌‌ډينيل پرل قاتلانو پيدا کړي او سزا ورکړي ځکه چې دا خو ريښتيا دي هغه وژل شوی او په پاکستان کې وژل شوی.

د مي‌‌‌‌‌‌ډيا د څار ادارې فري‌‌‌‌‌‌ډم نټ ورک د تحقيق مطابق د جرنلېسټانو سره د ترهګرۍ تشدد او تښتولو 91 پېښې شوې دي چې پکې اوه تنه وژل شوي هم دي.

پاکستان د ايف ای ټي ايف په خړ نوملړ کې دی او ياد هېواد نه غوښتنه کوي چې سپين نوملړ ته د تلو د پاره به د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو خلاف کوټلي ګامونه اخلي او ترهګرو ته به د مالي مرستو د رسېدلو ټولې لارې بندوي.