پاکستان کې د جهاز غورځیدوپیښه، ١٢ کسان مړه

  • ډیوه رپورټ

کراچۍ کې د جهاز غورځېدو ورستوامدادي کار کونکې د اور ختمولو کوششونو کې مصرف ښکاري

سوډان ته امدادي سامان وړونکی جهاز د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اتوار په ورځ سحر وختي غورځیدلی دی، په نتیجه کې يي لږ تر لږه ١٢ کسان مړه شوې دي.

د روس جوړ جهاز د کراچۍ هوائي اډې نه د پورته کیدو سملاسي ورستو د ابادۍ علاقه کې وغورځیدو.پیښه کې د جهاز د عملې اته واړه روسي وگړې مړه شوې دې.

چارواکې وائي د جهاز غورځیدو په نتیجه کې یوشمیر نور کسان په زمکه هم ژوند د لاسه ورکړی دی. ویره ښکار کیږي چې پیښه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره زیا تیدی هم شي.

د هوابازۍ چارواکې وائي جهاز سوډان ته امدادي سامان وړلو چې پکښې خیمې هم شاملې وې.

ځائې میډیا خپلو رپورټونو کې وئیلې جهاز د پاکستان د سمندري پوځ دافسرانو د پاره جوړیدونکې کورونو کې غورځیدلی دی خو زیاتره کورونه خالي ؤ.

چارواکې وائي د غورځیدلې جهاز پائیلټ جهاز کې د څه خرابۍ په حقله کنټرول ټاؤر ته کومه اطلاع نه وه ورکړې.

هم ددې میاشت په وړمبو ورځو کې کراچۍ کې د هوائي جهاز د غورځیدو په بله پیښه کې ٢١ کسان مړه شوې ؤ. دغه جهاز هم د هوائي اډې نه د پاسیدو سملاسي ورستو غورځیدلی ؤ.