پاکستان به د ټي ټونټي سیمي فاینل ته ورسي؟

د موهالي په میدان د نیوزي لینډ سره د مارچ په دوه ویشتم تاریخ او په همدې میدان د مارچ په پینځویشتم تاریخ د اسټرالیا سره خپل اخري دوه میچونه کوي. که چرې د نیوزي لینډ نه پاکستان میچ وګټي نو بیا ورته چانس شته چې سیمي فاینل دپاره لاره پیدا کړي

پاکستان د کرکټ د ټي ټونټي کپ په روانو لوبو کې چې هندوستان کې روانې دي ، د بنګله دیش خلاف ډیره ښه شروع وکړه او د کلکتې په ایډڼ ګارډن میدان ېې دوه سوه یو رنزونه وکړل او داسې ښکاریدل چې پاکستان په بنګله دیش کې د ایشیا کپ د لوبو د تاوان نه پس خپل ټیم بیرته راسم کړیدی او غواړي چې د ټي ټونټي په ورلډکپ کې نوې لوبه دنیا ته وښيي .د محمد شهزاد د راتګ او د شاهدي افریدي په ټو ډوان بیټنګ کولو نه داسې معلومیده چې پاکستان دې ورلډ کپ ته نوی او زوره ور پلان جوړ کړیدی.

د بنګله دیش خلاف ټی ټونټي لوبه کې دریو کهلاړیانو د څلویښتو نه زیات رنزونه وکړل .احمد شهزاد او محمد حفیظ پکې فیفټی هم وکړه .شاهد افریدي هم په نولس بالونو ۴۹ رنزونه وکړل او دویم ځل پاکستان په ټي ټونټي کرکټ کې ډبل سنیچري رنزونه وکړل.چې بیا دغه رنزونه بنګله دیش ته پوره کول سخت شو او شلو اورونو کې يي ایله ۱۴۶ رنزونه وکړل .پاکستان لخوا شاهدي افریدي او محمد عامر دوه دوه وکټې واخستې .شاهد افريدي مین اف د میچ هم اعلان شو.

دې میچ نه پس داسې معلومیده چې پاکستان به راتلونکو لوبو کې هم داسې لوبه وکړي او په اسانه به سیمي فاینل ته ورسیږي. خو د مارچ په نولسمه په هم هغه میدان چې پاکستان دوه سوه رنزونه کړي وو د انډیا خلاف ېې اتلس اورونو کې ایله ۱۱۹ رنزونه وکړل . د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ په ورلډکپ میچونو کې یولس ځل میچونه شویدي او هر ځل انډیا میچ ګټلی ،چې دغه سلسله په کلکته کې هم هغه شان جاري پاتې شوه او هندوستان پاکستان ته په شپږو وکټو شکست ورکړ.

د انډیا خلاف د لوبې بایللو نه پس د پاکستان په بیټنګ بیا اعتراضونه شروع شول.غټ اعتراض دا دی چې پاکستان د بیټنګ اوپننګ سم نه چلیږي او په شرجیل خان باور نشي کیدی. ورپسې راتلونکي کهلاړیان هم زمه واري نه اخلي او زر زر وکټې بایلی. پاکستان په اشیا کپ کې هم د بیټنګ د خرابې کارکرګۍ په وجه شکست وخوړه. او اوس هم چې د انډیا نه پس د نیوزي لینډ او اسټرالیا سره مقابلې دپاره روان دی نو د پاکستان د کرکټ مینه والو سره تشویش ملګری دی چې څنګه به شي؟

د پاکستان بالنګ هم یوازې په محمد عامر تکیه کړې او نور بالران ېې هغه شان بالنګ نه کوي څنګه چې پکار ده. د پاکستان دپاره بل د تشویش خبر دا دی چې دوه اهم کهلاړیان محمد حفیظ او وهاب ریاض د ان فټ کیدو په وجه راتلونکو میچونو کې برخه نشي اخیستی.

د موهالي په میدان د نیوزي لینډ سره د مارچ په دوه ویشتم تاریخ او په همدې میدان د مارچ په پینځویشتم تاریخ د اسټرالیا سره خپل اخري دوه میچونه کوي. که چرې د نیوزي لینډ نه پاکستان میچ وګټي نو بیا ورته چانس شته چې سیمي فاینل دپاره لاره پیدا کړي .خو نیوزي لینډ چې په کوم قوت سره هندوستان او اسټرالیا ته شکست ورکړیدی نو ګرانه ښکاري چې پاکستان به ېې ورنه وګټي. خو کرکټ چې د چانس لوبه ده او هغه ټیم ېې ګټي چې په هم هغه ورځ ښه لوبه کوي. نو نن چې د نیوزي لینډ او پاکستان لوبه وشي نو معلومه به شي چې د کرکټ ټي ټونټي ورلډکپ پاکستان سیمي فاینل ته رسیدی شي که نه ؟