فرزانه بې جوړې ولې؟

India / Drugs / Patent

د انسان پیداوخت د نر او ښځې په شکل کښې ددنیا په مخ موجود دی او منلی شوی دی. انساني احساسات او رويي هم دغه دوه جنسونو د وجود په چوکاټ کې د بني آدم د وجود تشریح کوي.
خو یو بل جنس چې نه د یو په شکل کې دی او نه د بل په وجود کې ولې بیا هم هغه هومره انسان دی لکه څومره چې دغه نور دوه دي. سوال دا دی چې دغه دریم جنس ته په اکثریتي، مذهبي معاشرو کې د پوره انسان په سترگه ولې نه کتلی کیږي؟ د اسلام په مقدسه کتاب قران پاک کې د یو ایت ترجمه ده "د دنیا په مخ هر ژوندی څیز د جوړو په شکل کې پیدا دي."
په دې انتهائي مهمه انساني موضوع باندې وتلې پښتون لیکوال حیات روغاني "ننیزک" نومې کتاب لیکلې. حیات روغانی د ډیوه ریډیو په بله ډیوه پروگرام کې په دې موضوع د مهمو سوالونو ځوابونه ویلي په پروگرام کېې د خیبر پښتونخوا نه د دریم جنس په نمائندگۍ د خواجه سراو یو تنظیم گورو فرزانه تیوس کړی دی اخیر د دوي جوړه ولې نشته دی؟
نور تفصیل پروگرام کې دلته اوریدی شۍ. د پروگرام کوربه بهروزخان وو:

Your browser doesn’t support HTML5

خواجه سرا او ټولنه کې مقام