د پاکستان د فاع وزير خواجه اصف په خپل هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتوالي تور په افغانستان لګولی او ویلي يې دي چې په "پاکستان کې د ترهګرۍ منبه (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د مرکزونو په اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.
د افغانستان واکمن طالبان په نوم د یادولو بغیرخواجه اصف په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل یو پوسټ کې وویل چې د وسله والو مرکزونه د دوی په علم کې دي خو د هغه په فکر په ضد يې اقدامات نه کېږي.
دھشت گردی کے واقعات میں اضافہ کے پیش نظر بارڈر کہ صورتحال میں بنیادی تبدیلی کی ضرورت ھے۔ پاکستان میں دھشت گردی کا منبہ افغانستان میں ھے اور باوجود ھماری کوششوں کے کابل اس سمت کوئی پیش رفت نہیں کر رہا بلکہ دھشت گردی کے ٹھکانے انکے علم میں ھونے کے باوجود انکی سر زمین سے پاکستان کے…
— Khawaja M. Asif (@KhawajaMAsif) March 27, 2024
د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ د خواجه اصف په تازه بیان لا مخې ته نه دی راغلی خو طالب چارواکو د دې نه مخکې د پاکستاني چارواکو دا ډول خبرې رد کړي چې وسله وال په پاکستان کې د حملو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.
طالب چارواکي وايي پاکستان دې د کور دننه په امنیت کې د ناکامۍ ذمه وار افغانستان نه بلي. د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په یوه موقع ویلي وو چې پاکستان دې د "خپل بام واوره" د بل په بام نه نه وراچوي.
د مارچ د میاشت په اتلسمه نېټه پاکستان وویل جنګي جهازونو يې د افغانستان په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د وسله والو په مرکزونو حملې وکړې. افغان طالبانو وویل په حملو کې ښځې او ماشومان ووژل شوو. طالبانو په کابل کې د پاکستان ناظم الامور د احتجاج دپاره طلب کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې چې په پایله کې يې ښځینه او ماشومان شهیدان شول، په کابل کې د هغه هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته وسپاره. pic.twitter.com/rzVaEx2hCM
— Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan (@MoFA_Afg) March 18, 2024
پاکستان د افغانستان سره په پوله چې د ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، ازغن تار لګولی او نوي امنیتي چېک پوسټونه او قلعې یې جوړې کړي. پاکستان وايي د دې اقداماتو مقصد د دواړو ملکونو ترمنځ د وسله والو او د نور غېرقانونی حرکت مخه نیول دي.
خواجه اصف وویل "پاک افغان بارډر (سرحد) په ټوله دنیا کط د روایتي بارډر نه مختلف دی. په موجوده حالاتو کې چې د کابل نه مرسته نه ترلاسه کېږي نو پاکستان به په دې بارډر ټول نړیوال قوانین او روایات به نافذ کوي. او د دهشت کردو ټرېفېک (تګ راټګ) به ختموي."
د پاکستان د دفاع وزیر تازه دعوه په داسې وخت کې کړې چې په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله کې په يو قافله بريد کې د چينايي وګړو ګاډی په ځانمرګي بريد کې په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
پاکستان تور لګولي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان خلاف حملې کوي.
بشام کې په چينايانو ترسره شوی بريد څخه تحریک طالبان پاکستان د لاتعلقۍ اظهار کړی او برید ذمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.
خواجه اصف په اېکس پوسټ کې زياته کړې، "د ترهګرۍ په پېښو کې اضافې ته په کتو د (افغانستان او پاکستان ترمنځ) پولې په صورتحال کې بنيادي بدلون ته ضرورت دی"، خو هغه نه دي ویلي چې بنيادي بدلون به څنګه وي.
په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله (ډېورنډ) افغانستان تراوسه پورې په رسميت نه ده منلې، دغه کرښه د انګرېز راکښلې کرښه بلي او وايي د کرښې دواړو غاړو ته پراته قامونه هیڅوک نه شي بيلولی. دغه خبره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست مرستیال خارجه وزیر شېر محمد عباس ستانکزي افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتلو د 35م کال د نمانځنې په اړه لوګر ولایت کې راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې کړې وه.
پاکستان وايي د افغانستان سره د ډېورنډ کرښه نړيوال سرحد دی او په نړیواله کچه هم داسې پېژندل کېږي.