د ډالر په مقابل کې د روپۍ د غورځېدو له امله موټرسایکلې هم گرانې شوې دي

په مردان کې د موټرسایکلو یو دوکاندار وايي کله راهسې چې روپۍ غورځېدلي د موټرسایکل د مختلفو ماډلونو په قیمتونو کې د شپږو نه تر د نهو زرو روپو زیاتوالی شوی دی

د ډالر په مقابل کې د پاکستاني روپۍ د غورځېدو له امله د موټر سایکلو په قیمتونو کې تر د نهو زرو روپو اضافه شوې ده.

دا هفته د امریکني ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ نوره هم وغورځېدله او د جمعې په ورځ د یو ډالر بېه ۱۴۲ روپۍ وه. د دې نه وړاندې د یو ډالر نرخ ١٣۴ روپۍ و.

اقتصادي کار پوهان امکان څرگندوي چې روپۍ نوره هم غورځېدی شي.

ماهرین وايي د ډالر د پورته کېدو په نتېجه کې په پاکستان د عام استعمال د گڼ شمېر شیانو په قیمتونو کې اضافه شوې ده.

د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په مردان کې د ځینو تاجرانو سره د پاکستان د موجوده اقتصادي صورتحال په موضوع خبرې کړې دي او هغوي ورته وايي چې د ډالر گرانۍ یې کاروبارونه په منفي توگه اغېز من کړې دی.

په مردان کې د موټرسایکلو یو دوکاندار وايي کله راهسې چې روپۍ غورځېدلي د موټرسایکل د مختلفو ماډلونو په قیمتونو کې د شپږو نه تر د نهو زرو روپو زیاتوالی شوی دی.

د ډالر د گرانېدو په اړه د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر وايي دا د تېر حکومت د غلطو پالېسو نتیجه ده. عمر وايي د ډالر د قيمت د زیاتوالي بنيادي وجه طلب او رسد دی مطلب چې د ډالر غوښته سېوا او راتګ يې کم دی، هغه وايي په تېر وخت کې په مصنوعي ډول د روپۍ قدر په ځای ساتل شوی و.

د خبریال ریاض ریاض حسین رپورټ دلته اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاجران وايي د روپۍ په مقابل کې د ډالر د گرانېدو له امله د موټرسایکلو بیې زیاتې شوې دي