شمالي وزيرستان :دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي

  • ډیوه رپورټ

<span style="font-size: 19px; line-height: 24px;">تصویر محمد بدیع، از رهبران اخوان&zwnj;المسلمین که به تازگی بازداشت شده بر صفحه اول روزنامه مصری الاهرام</span>

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوادزيارت په ورځ دتندلارو په ضد ترسره شوي يو بريد کې لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي دي.

دسرچينو له مخې ډرون الوتکې دشمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دتندلارو تر استعمال لاندې په يو کور 6 ميزائيلونه داغلي دي.

په دغه بريد کې پينځه کسان وژل شوي اويو شميرنورژوبل شوي هم دي خو په سمدستي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په وژل شوؤ کې کوم لوړپوړى تندلارى مشرهم شامل دى که نه؟

شمالي وزيرستان په سيمه کې دهاغه تندلارو ځاله ګڼل کيږي چې وخت په وخت افغانستان کې دناټو په ځواکونو بريدونه کوي او بيا دپولې څخه راديخوا په دغه قبائيلي سيمه کې ځانونه پټوي.

په دغو تندلارونۀ يواځې افغانستان کې داړي ګړي تورونه لګول کيږي بلکې دافغانستان او پاکستان په ګډه قبائيلي سيمه کې دفعاله طالبانوله لوري وخت ناوخت دپاکستان په شمول دنړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې هم دبريدونو ګواښونه کيږي او زياتره وخت دغه طالبان په پاکستان او سيمه کې دورانکارۍ دکيدونکو پيښو ذمه وارۍ هم پخپله غاړه اخلي.

امريکائي چارواکي وخت په وخت داسلام اباد څخه په شمالي وزيرستان کې دهاغو تندلارو په ضددعملياتو غوښتنه کوي چې په گاونډي افغانستان کې ميشتو بهرني عسکرو باندې دبريدونووروستو بيرته دغه قبائيلي سيمې ته وراوړي، خو پاکستان وائي په شمالي وزيرستان کې به عمليات په مناسب وخت او خپلو وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.

دکال 2008ء داگست مياشتې څخه دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد ترسره شوؤ 150ؤ څخه زياتو ؤ دډرون بريدونو کې دالقاعده او طالبانو ديو شمير لوړپوړو مشرانو په گډون خواؤشا 1100 کسان وژل شوي دي.