د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د اتوار په ورځ بې پائیلټه هوائې جهاز یا ډرون برید کړی دی او په نتیجه کې يي لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوې دي.
خبري رپورټونو کې د پاکستان د استخباراتي چارواکو د خلې ویل شوې ډرون د په شمالي وزیرستان کې په یو کور مزائیلې ورولې دي چې له امله يي شپږ کسان مړه شوې دي.
د وژل شوؤ کسانو د شناخت په حقله څه نه دې ویل شوې.
په دې ورستۍ موده کې د پاکستان په قیائیلې سیمو کې دډرون حملې سیوا شوې دي. ویل کیږي حملې امریکائې ځواکونه ترسره کوي خو امریکائي چارواکې په رسمي توگه د دې خبرې تصدیق نه کوي.
پاکستان په عامه توگه د ډرون بریدونو مخالفت کوي او دا د خپلې خپل واکۍ سرغړونه گرځوي.
دجمعې په ورځ د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خپل يو رپورټ کې ویئلې امريکا غواړي دپاکستان دننه دتندلارو په ضد د ډرون بريدونه بلوچستان صوبې سرښار کوئټې پورې وغځوي.
خو دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط دخالي په ورځ يو مقامي شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې د امريکا لخوا دډرون بريدونو دغځولو خيال رد کړى دى.
عبدالباسط وائي امريکا په ډاگه کړې ده چې دپاکستان په خاوره به دترهه گرو په ضد کارروائي پاکستان پخپله کوي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دروان کال دستمبر د3مې نيټې څخه راپديخوا ترسره شوؤ دډرون 45ؤ څخه زياتو بريدونو کې ديو شميرجنگيالو په گډون خواؤشا 220 کسان وژل شوي دي.
په دغو بريدونو کې دالقاعده ديو شمير مهمو کمانډرانو په گډون دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود هم وژل شوى دى.