پاکستان کې ډرون برید ٥ کسان وژلې

  • ډیوه رپورټ

پاکستان کې ډرون برید ٥ کسان وژلې

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د گل په ورځ د بې پائلټه هوائي جهاز یا د ډرون په حمله کې پنځه کسان وژل شوې دي.

چارواکې وائي حمله د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه نه ٢٥ کلو میټره د ختیز لورې ته شوې ده.

یوه ورځ وړاندې د اتوار په ورځ هم په سیمه کې ډرون برید ترسره شوی ؤ چې کښې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوې ؤ.

شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعده جنگیالو مرکز گڼلی کیږي. په دې ورستۍ موده کې سیمه کې د ډرون حملې زیاتې شوې دي.

د ډرون حملو په حقله ویل کیږي چې دا د امریکې د اسختباراتو اداره سي آئې ای ترسره کوي خو امریکائې چارواکې ددې خبرې په رسمي توگه تصدیق نه کوي.

د امریکې واشنگټن پوسټ نومې ورځپاڼې خپل یو ورستي رپورټ کې ویئلې امریکا غواړي پاکستان کې د تندلارو خلاف د ډرون پراخه کړې او ددې لمن د بلوچستان صوبې پورې هم اوغځوي.

پاکستان نه یواځې د ډرون بریدونو مخالفت کوي بلکه وئیلې امریکې ته به د حملو د زیاتولو اجازت نه ورکوي.