د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د بې پائلټه هوائې جهاز یا ډرون په حمله کې پنځه کسان وژل شوې دي.
مطبوعاتي رپورټونه د استخباراتي چارواکو د خلې وائې حمله د شمالي وزیرستان په خیسور کلې کې شوې ده. ډرون په یو کور او یو گاډی لږتر لږه څلور مزائیلې داغلې دي. په نتیجه کې د پنځه جنگیالو د وژل کیدو رپورټونه راغلې دي.
خیسور کلی د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میرن شاه نه قریباً ٣٥ کلومیټره په شرق کې پروت دی. سیمه کې ددې نه وړاندې هم ډرون بریدونه ترسره شوې دي.
د پاکستان په قبائیلي سیمه د جنگیالو خلاف د ډرون حملې زیاتې شوې دې. مطبوعاتي رپورټونه وائې د ستمبر د میاشت نه را په دیخوا پاکستان کې د ډرون بریدونو د ٢٥٠ نه زیات کسان وژلې دي.