شمالي وزيرستان کې دډرون حمله، ١٥ کسان مړه

  • ډیوه رپورټ

شمالي وزیرستان کې د ډورن ورستي برید ٥ کسان وژلې. په دې ورستیو کې په پاکستان کې د ډرون حملو خلاف احتجاجونه هم شوې دي

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پرله پسې په دوهمه ورځ هم دشکمنو بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوؤ بريدونو کې لږ ترلږه 15 کسان وژل شوي دي.

لمړى بريد دشمالي وزيرستان مرکز ميران شاه څخه 20ؤ کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په غلام خان نومې کلي کې په يو کور ترسره شو چې پکې 5 کسان ووژل شول.

سرچينې وائي ددغه بريد څخه درې گينټې وروستو چې کله خلک دلمړي په نخښه کړل شوي کور دملبې څخه دمړو راويستو په کار کې بوخت شول نوپه دغه مهال دډرون لخوا په دغو کسانو نور ميزائيلونه وداغل شول چې پکې دوه کسان ووژل شول.

داستخباراتي چارواکو په وينا ده کيدى شي په دوهم بريد کې اولسي وگړي وژل شوي وي.

چارواکو يو بهرني خبري اژانس سره دنوم نۀ څرګندولو په شرط وويل وروستو دفغانستان پولې ته نزدې دشمالي وزيرستان په نواب کلي کې دډرون لخوا په دريوؤ ګاډو ميزائيلونه وداغل شول چې پکې 10 کسان ووژل شول.

دچارواکو په وينا دډرون څخه لمړى په يو ډبل کيبين پک اپ او 15 منټه وروستو په دوؤ نوروګاډو ميزائيلونه داغل شوي دي.

په دې وروستيو کې دډرون په بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، تيره ورځ هم دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دډرون لخوا يوه وداني او يو گاډى په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې خواؤشا 18 کسان وژل شوي وؤ.

سږ کال دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دموجودو شکمنو جنگيالو په ضد دډرون لخوا تقريباً 115 بريدونه ترسره شوي چې دهغې څخه زياتره په شمالي وزيرستان کې شوي دي.

راپورونه وائي په شمالي وزيرستان کې موجود په سلگونو جنگيالي په نزدې افغانستان کې ميشتو امريکائي او دنيټو په ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پټيږي.

تردې مهاله په ننني بريد کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي خو په تير وخت کې دډرون په بريدونو کې يوشمير مقامي طالب او دالقاعده مشران وژل شوي دي.

پاکستان دريځ لري چې په قبائيلي سيمو کې دډرون بريدونو له امله نۀ يواځې دا چې خپلواکي يې له پامه غورځيږي بلکې دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دقبائيلي اولس خواخوږۍ هم کموي.

خو څيړونکي وائي په پټه توگه پاکستان ددغو بريدونو ملاتړ کوي او دځينو ځانگړو هدفونو په نخښه کولو لپاره يې استخباراتي ادارې مرسته هم ورکوي.

امريکائي چارواکي دډرون په بريدونو په پروگرام ډيره کمه تبصره کوي او دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دغه بريدونه يوه اهمه وسله ځکه گرځوي چې پکې تر دې مهاله يو شمير مهم تندلاري مشران وژل شوي دي.

دډرون بريدونوترڅنگ واشنگټن اسلام اباد څخه په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو غوښتنه کړې ده خو پاکستاني چارواکي وائي دغه عمليات به په مناسب وخت او ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.