د پاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط د نهې په ورځ وئيلي دي دتندلارو په ضد ترسره کيدونکي ډرون بريدونه د تاکتيکي گټو باوجودغيرقانوني او دقبلؤلو نۀ دي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې پرون دامريکا صدر براک اوباما هم په لمړي ځل منلې ده دپاکستان قبائيلي سيمو کې دډرون بريدونو لۀ لارې تندلاري په نخښه کيږي.
اى ايف پي ته په يو ليکلي پيغام کې دخارجه دفتر وياند عبدالباسط وويل " دډرون بريدونو دتاکتيکي گټو باوجود مونږ په دې نظر يو چې دا غيرقانوني ، دمقصدونو ترلاسه کولو پځايې خنډان راولاړونکي او دمنلو نۀ دي.
هغه وويل دډرون بريدونو په اړه زمونږ نظر تل ډير واضحه پاتې شوى.
په 2010 کې دويکي ليکس يوه مراسله کې وئيل شوي وؤ چې دپاکستان پوځي او سياسي قيادت په شخصي توگه دډرون بريدونو ملاتړ کوي.
دامريکا صدر براک اوباما هم په لمړي ځل پخلى کړى چې دډرون څخه زياتره بريدونه دپاکستان تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو فاټا کې ترسره کيږي.
تير کال دمئ په 2مه نيټه دپاکستان ايبټ اباد ښار کې دامريکائي ځواکونو لخوا دشپې په مهال دالقاعده دمشر اسامه بن په ضد دخفيه عملياتو ترسره کولو وروستو دواشنگټن او پاکستان ترمينځ اړيکو کې په ظاهره تاؤتريخوالى راغلى ؤ او په دغه تاؤتريخوالي کې زياتوالى دتير کال دنومبر په مياشت کې په 26مه نيټه دافغان پولې ترڅنگ مومند ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو فضائي بريد کې د24ؤ پاکستاني عسکر دوژل کيدو وروستو راغلى. پاکستان ددغه بريد وروستو امريکا څخه دبلوچستان شمسي ائيربيس خالي کړو، دجرمني بون ښار کې دافغانستان په مستقبل ددسمبر په 5مه نيټه ترسره شوې غونډه کې يې گډون ونۀ کړو او افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو لپاره يې پخپله ځمکنۍ لاره دسامان رسد تر دې مهاله بند ساتلى دى.د پاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط سره د ډیوه ریډیو همکار افتخار حسېن مرکه تاسو هم اوریدې شۍ.