پاکستان کې ډرون حمله کې ۴ کسان وژل شوې

پاکستان کې ډرون حمله کې ۴ کسان وژل شوې

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې بې پائیلټه هوائې جهاز په حمله کې لږ تر لږه څلور مشکوک جنگیالي وژل شوې دي.
د پاکستاني استخباراتي چارواکو د وینا ترمخه د ډرون برید د اتوار په ورځ سحر وختي د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه سره نزدې په دته خیل کلې د جنگیالو یوه وداني په نخښه کړې ده.
چارواکو ویلې حمله کې څلور تنان وژل شوې دي. ځنې رپورټونه وائې حمله کې پنځه مشکوک وژل شوې دي.
دغه سیمه د طالبانو او د القاعده جنگیالو مرکز گڼلی کیږي.
په ورستیو کې د پاکستان په قیائیلي سیمو کې د ډرون بریدونو حملې زیاتې شوې دي. ویل کیږي دغه حملې امریکائې ځواکونو ترسره کوي، خو امریکائې چارواکې په رسمې توگه ددې رپورټونو تصدیق نه کوي.
پاکستان په حکومتي کچه د ډرون حملو مخالفت کوي. وائې دا د هیواد د خپلواکۍ سرغړونه ده.