شمالي وزیرستان کښې ډرون ٥ کسان وژلې

د افغانستان په باگرام پوځي هوائي اډه کښې یو ډرون ولاړ لیدل کیږي

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کښې بې پائیلټه هوائي جهاز یا ډرون د مشکوک وسله والو پرضد برید ترسره کړې دی، په نتیجه کښې د امنیتي چارواکو د وینا ترمخه پنځه کسان وژل شوې دي.
چارواکې وائي ډرون د شمالي وزیرستان میر علي کلې سره نزدې د مشکوک وسله والو په یو انگڼ مزائیل ویشتلې دي، په نتیجه کښې انگڼ په مکمله توگه تباه شوی دی.
چارواکې وائي د حملې په نتیجه کښې پنځه کسان وژل شوې او څلور نور زخمیان شوې دي خو د وژل شوې کسانو د شناخت په حقله څه نه د‏ي وویل شوې خو ځائې اوسیدونکې وائي سیمه کښې پاکستاني او خارجي وسله وال مرکزونه لري.
د ځائې اوسیدونکې د وینا ترمخه، د حملې ورستو هم یو شمیر ډرون جهازونو د سیمې د پاسه پرواز کولو.
درپورټونو ترمخه د روژې په میاشت کښې د پاکستان په قائیلي سیمه کښې ترسره شوی دا د ډرون دویم برید وو. ددې نه وړاندې هم د شمالي وزیرستان په درې نښتر سیمه کښې د ډرون په برید کښې ١۴ کسان وژل شوې وو.
شمالي وزیرستان کې د ډرون ورستۍ حمله په داسې مهال شوې چې پاکستاني مطبوعات د پوځي چارواکو د قوله وائي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آئي ایس آئي مشر لیفټیټنټ جنرل ظهیرالسلام به په راتلونکې میاشت کښې د واشنگټن سفر کوي او هلته به د امریکې د استخباراتي ادارې سي ائي ای مشر او نورو چارواکو سره خبرې اترې کوي.
مطبوعات وائي د لیفټیننټ ظهیرالسلام د واشنگټن سفر به د اگست د میاشت د وړمبۍ نیټې نه تر دریمې نټیې پورې دوام لري او ددې په مهال به د سي ائي ای مشر ډیوډ پیټریس سره لیده کاته کوي او د خبرو اترو اهمه موضوع به په پاکستان کښې ډرون بریدونه وي.