اقتصاد پوهان: د پاکستان مجوزه اضافي بجټ به د ملک کمزوري اقتصاد ته زیان ورسوي

اضافي مالي بل د خزانې وزیر شوکت ترین تېره هفته قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ د بحث دپاره د قومي اسمبلۍ په اېنجنډه کې شامل و. د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د مِني بجټ سخت مخالفت کړی دی

پاکستان کې اقتصاد پوهان او د سیاسي مخالف ګوندونو مشران وايي‌ د حکومت لخوا پارلېمان نه د ۳۷۵ ارب روپو اضافي مالي بل منظورۍ سره به د ملک اقتصاد ته زیان ورسوي او د ملک کمزوری اقتصاد به د نورو مشکلاتو سره مخامخ کړي.‌

اضافي مالي بل د خزانې وزیر شوکت ترین تېره هفته قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ د بحث دپاره د قومي اسمبلۍ په اېنجنډه کې شامل و.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د مِني بجټ سخت مخالفت کړی دی.

د پاکستان وتلي اقتصاد پوهه قېصر بنګالي د ګل، دوشنبې، په ورځ‌ وي او ای ډیوه سره په یو ځانګړې مرکه کې وویل د حکومت لخوا د ټېکسونو مراعات بېرته اخستو سره به واړه کاروبارونه ډېر زیان من شي او د تېکس پېټی به پې زیات شي.

نوموړي وېلي پاکستان له د ملک کمزوري اقتصاد ته وده ورکولو لپاره د پوځي خرچو په شمول غېر ترقیاتي منصوبې ختمول پکار دي.‌

قېصر بنګالي وېلي د ملک دننه داسې کم نه کم پنځلس وزارتونه او محکمې موجود دي چې د اتلسم آییني ترمیم منظورېدو وروستو د هغې ضرورت پاتې شوی نه دی او د پوځي چهاوڼو په شمول یو شمېر داسې پوځي خرڅونه دي چې هغه د جنګ سره هېڅ تعلق نه لري.

نړیواله مالياتي‌ اداره آي اېم اېف د تېر کال نومبر په میاشت کې د پاکستان کمزوري اقتصاد ته وده ورکولو لپاره د شپږ ارب ډالره قرض شپږم قسط ورکولو په سر د پاکستاني‌ چارواکو سره یو تړون ته رسېدلي و. په دغه تړون کې آي اېم اېف د پاکستان حکومت ته ځینې شرطونه اېښودي وو چې د مالي ادارې اېګزېکټیو بورډ‌ لخوا د قرض منظورۍ ورکولو وړاندې به پاکستان د خپل ملک دننه مالي‌ اصلاحات کوي.

د نوي‌ اصلاحاتي ‌بل لاندې د آمدن ټېکس، سېلز ټېکس او د اېکساېز قوانینو په مد کې د ۳۷۵ ارب روپو ټېکسونه په ځای کول شامل دي.‌ د دغه ګامونو د لاندې حکومت د ملک دننه خلکو او کاروبارونو ته ورکړي د ۳۴۳ ارب روپو ټېکس مراعات بېرته اخېستلو فېصله کړې ده.

د نوي قانون منظورۍ سره به په کومو شیانو ټېکسونه ولګي؟

په خوراکي سامانونو باندې ټېسکونو کې زیاتوالی

په نوي مجوزه قانون کې د بهر نه راغوښتونکې په یو شمېر هغه خوراکي شیانو باندې ۱۷فیصده سېلز ټېکس لګولو تجویز ورکړی شوی چې وړاندې ورته د ټېکس نه استثنا ترلاسه وه. حکومت دغه خوراکي شیان د عېش سامانونو ټاکلي چې د نه ترلاسه کولو بغېر یې ګزاره کېدی شی.‌ پدې کې ځینې څاروي،‌ غوښه،‌ ماهي،‌ سبزیانې،‌ د بېکرۍ سامانونه او د پییو نه جوړېدونکو څه شیان شامل دي.‌

په دوایانو باندې ټېکسونو کې زیاتوالی

که مجوزه نوي قانون د سېنېټ نه هم منظور شو حکومت چې د دوایانو کمپنو ته په ټېکسونو کې د ۱۶۰ ارب روپو رعایتونه ورکړي دي دا به بېرته واخلي چې ورسره به د دوایانو نرخونه زیات شي. د نوي‌ قانون لاندې به حکومت د دوایانو لپاره استعمالېدونکو موادو باندې ۱۷ فیصده ټېکسونه ولګوي.‌

په ګاډو باندې اېکساېز ټېکس کې اضافه

د نوي قانون منظورۍ سره به د ۱۰۰۰ سي سي نه تر ۲۰۰۰ سي سي انجن لرونکو ګاډو باندې اېکساېزټېکس د ۲.۵ فیصد نه ۵ فیصد ته زیات شي او د ۲ زره سي سي نه زیات انجن لرونکو ګاډو باندې به اېکساېز ټېکس د ۷.۵ فیصد نه ۱۰ فیصد ته زیات شي.‌ ددې ترڅنګ د بهر ملکونو نه راغوښتونکو د ۱۰۰۰سي سي نه تر ۱۷۹۹ سي سي انجن لرونکو ګاډو باندې به اېکساېز ټېکس د ۵ فیصد نه ۱۰ فیصد ته او د ۱۸۰۰ سي سي نه تر ۳،۰۰۰ سي سي پورې انجن لرونکو ګاډو باندې به ټېکس د ۲۵ فیصد نه ۳۰ فیصد ته زیات کړی شي.

د بهر نه راغوښتونکو موباېل فونونو باندې ۱۷ فیصده ټېکس

د نوي مجوزه قانون سره به د بهر ملکونو نه راغوښتونکو هغه موباېل فونونو باندې ۱۷ فیصده ټېکس ولګولی شي چې د هغې بېعه د ۲۰۰ ډالر نه زیاته وي.‌