رپورټ: بلاول بهټو ویلي د اتلسم آئینې ترمیم خلاف سازشونه کیږي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ویلي د تېرو پنځو کلونو راهېسې داسې کوښښونه روان دي چې اتلسم ترمیم دې ختم کړی شي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، بلاول بهټو زرداري دغه خبره د خالي، شنبې، په ورځ په بنو کې یوې جلسې ته وکړه. د رپورټ ترمخه، ښاغلي زرداري وویل چې د اتلسم آئینې ترمیم دلاندې صوبو مالي خپلواکي ترلاسه کړې ده خو اوس "سازشونه" کیږي چې دغه اختیارات بیرته مرکز ته ورکړی شي.

د پاکستان پارلیمنټ په کال ٢٠١٠ کې په آئین کې اتلسم ترمیم منظور کړو چې ترمخه یې صوبو یو شمیر اختیارات ترلاسه کړل. د خېبر پښتونخوا نوم هم د نارت ویسټ فرنټیر پراونس نه د دغه ترمیم دلاندې بدل کړی شو. د اتلسم ترمیم د منظورۍ په وخت د بلاول بهټو زرداري پلار اصف علي زرداري د پاکستان صدر وو.

د اتلسم آئیني ترمیم په اړه بحث په داسې مهال راپاریدلی دی چې د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې په ورستیو ورځو کې د یو مضمون نه داسې څرگندیږي چې گنې پوځي مشر پکې د یاد ترمیم د ختمولو خبره کړې او ویلي یې دي چې اتلسم ترمیم د شیخ مجیب الرحمان د شپږو ټکو نه هم زیاته سنجیده مسله ده. شیخ مجیب الرحمان پاکستان نه د بنگله دیش د بیلیدو مشر گڼل کیږي.

د ډان په دغه مضمون کې ویل شوي چې پوځ د جنرل باجوه د خبرې تردید نه دی کړی چې ښايي د هغه د وینا په اړه خبر صحیح دی.

د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان څیړونکو سره د اتلسم ائیني ترمیم په اړه خبرې کړی او دا رپورټ یې تیار کړی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

اتلسم ترمیم او د پاکستان پوځ د مشر وینا