فافېن: د پاکستان د انتخاباتو دپاره به ١٩٠٠٠ څارونکي پرځای کوي

د میرمنو انتخابي عمله د ووټون انتظام برابروي

د انتخاباتو او پارلیماني نظام د څارنې یوې ادارې ویلي د جولايي د ٢٥ نېټې د ووټونو د څارنې دپاره به ١٩٠٠٠ کارکونکي د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پرځای کوي.

د فري اینډ فیر الیکشن نیټ ورک یا فافېن نومې ادارې ویلي کارکونکي به یې د پاکستان په مختلفو برخو کې د ٨٥ فیصد پولنگ سټیشنو یا د ووټ اچونې مرکزونو څارنه کوي.

فافین ویلي څارونکي به یې د ووټ اچونې په مرکزونو کې د رائ اچولو، د ووټونو د شمېرې سره سره په هغه ورځ په پولنګ مرکزونو د ماحول، په بدو پیښو، د پولنګ نه وړاندي په تیارو او د ښځو رائ اچونکو په ممکنه مسلو نظر ساتي.

اداره وايي څارنوالان به هم د ځايي ټولني خلک وي او فافین به ورله انتخاباتو د څارنې تربیت ورکوي.

د پاکستان د ۲۰۱۸ د انتخاباتو وړمبی رپورټ به په ۲۷جولائ خپریږي.