د پاکستان ځوانان ولې انتخاباتو ته علاقه نه لري؟

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن وایي چې په پاکستان کې ١٠٥.٩ میلینه رجسټرډ رایه ورکوونکو کې، ۴۴ فیصده ځوانان دي چې عمرونه یې د ٣٥ کلونو څخه کم دي.

په دې کې دوه کروړه اته نیوي لاکهو عمرونه د ٢٥ نه تر ٢٦ کلونو پورې دي. او د یو کروړ او څلور څلویښت لاکهو عمرونه، د ١٨ کلونو نه تر ٢٥ کلونو پورې دي.

خو د یو اېن ډي پي د رپورټ ترمخه، په پاکستان کې ایله ٢۴ فیصده ځوانان بیا پر سیاستدانانو باندې اعتماد لري، او همدا وجه ده چې په کال ٢٠١٣ انتخاباتو کې، د ځوانو ووټ اچوونکو شمیره ٢٦فیصده وه. د گېلپ سروې ترمخه، د دغه ووټ اچوونکو ځوانانو عمرونه د ١٨ کلونو نه تر ٢٩ کلونو پورې و.

د پیښور پوهنتون ځیني ځوانان، وایي چې سیاستدانانو ته یوازې د الیکشن یا انتخاباتو پر مهال خلک وریاد شي او د غریبو په جونگړو او د خانانو په حجرو کې ناستې کوي. خو چې کله انتخابات تیر شي، بیا نو څو کاله یې خلک نشي لیدلی.

خو له دې سره سره، ځیني سرچینې بیا خوشبیني څرگندوي او وایي چې پر سیاستدانانو د اعتماد د کمي با وجود هم امکان دی چې لس کم سل فیصده ځوانان په راتلونکو انتخاباتو کې ووټ اچولو ته ولاړ شي. او که داسې وشو، نو پر سیاستدانانو به دباو زیات شي او د ځوانانو د مسئلو د حل لارې به ولټوي.