گورنر جهگړا: د فاټا اکثریت خلک د ايف سي ار خاتمه غواړي

خیبر پښتونخوا گورنر یا والي ظفر اقبال جهگړا د وزیراعظم نوازشریف سره په یو ملاقات کې

د خیبر پښتونخوا گورنر یا والي ظفر اقبال جهگړا ویلي د قبائیلي سیمو زیاتره اوسیدونکې د ایف سي ار قوانینو خاتمه غواړي.

په باجوړ کې د وي او ای ډیوه سره مرکه کې ښاغلي جگړه وویل په سیمه کې سیاسي او انتظامي اصلاحاتو به لړ کې درې لارې دي چې یو به پکې غوره کول وي. د هغه په وینا په دغه لارو کې د سیمې موجوده حثیت پرځائې ساتل، یا سټیټس کوو، په خیبر پښتونخوا کې د سیمې شاملول او یا وفاقي حکومت ته د سیمې انتظام ورکول شامل دي.

گورنر جهگړا وویل په قبائیلي سیمو کې اصلاحاتو دپاره حکومتي کمیټي به زر خپل سفارشات وزیراعظم نوازشریف ته وړاندې کوي او ددې ورسته به نوره کاروائي او ممکنه قانون سازي کولی شي.

د وي او ای ډیوه خبریال عرفان الله جان سره د گورنر ظفراقبال جگړا خبرې اترې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د گورنر ظفر اقبال جهگړا مرکه